Traduction des sens du Noble Coran - La traduction en pachtou du Résumé dans l'Exégèse du noble Coran

Numéro de la page:close

external-link copy
37 : 9

اِنَّمَا النَّسِیْٓءُ زِیَادَةٌ فِی الْكُفْرِ یُضَلُّ بِهِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا یُحِلُّوْنَهٗ عَامًا وَّیُحَرِّمُوْنَهٗ عَامًا لِّیُوَاطِـُٔوْا عِدَّةَ مَا حَرَّمَ اللّٰهُ فَیُحِلُّوْا مَا حَرَّمَ اللّٰهُ ؕ— زُیِّنَ لَهُمْ سُوْٓءُ اَعْمَالِهِمْ ؕ— وَاللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الْكٰفِرِیْنَ ۟۠

د عزتمندې میاشت پریخودل او دهغې پر ځای یوه بله میاشت ټاکل(چې هغې ته په شریعت کې عزت نه دی ورکړای شوی) -لکه څرنګه چې عربو د جاهلیت په زمانه کې کول- په الله تعالی د کفر کولو دپاسه بل کفر دی، دا چې د حرامو میاشتو په اړه د الله تعالی په حکم کافران شوي، ګمراه کوي په دې کار سره شیطان هغه کسانو لره چې په الله تعالی کافران شوي دي کله یې چې دوی ته دا بد عادت پرېښوده، یو کال حرامه میاشت حلالوي او د هغې پر ځای حلاله میاشت حراموي، او همدا راز په خپل حرمت باندې یې یو کال پرېږدي دې لپاره چې د هغه میاشتو شمېر سره سم شي کومې چې الله تعالی حرامې کړې دي اګر که د هغو میاشتو سره بعینه مخالف هم شي، پس نه حلالوی یوه میاشت مګر د هغې پر ځای بله میاشت حراموي، نو په دې ډول هغه څه ځان ته حلالوي کومې میاشتې چې الله تعالی حرامې کړې دي، او مخالفت کوي د الله تعالی د حکم، شیطان ورته دا بد عملونه ښایسته کړي دي نو دوی یې کوي، او د هغو کارونو څخه چې دوی نوي پېدا کړي دي نسیء (وروسته والی د میاشتو) هم دی، او الله تعالی هغو کافرانو ته چې په خپل کفر ټینګار کوي -د هدایت- توفیق نه ورکوي. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 9

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَا لَكُمْ اِذَا قِیْلَ لَكُمُ انْفِرُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ اثَّاقَلْتُمْ اِلَی الْاَرْضِ ؕ— اَرَضِیْتُمْ بِالْحَیٰوةِ الدُّنْیَا مِنَ الْاٰخِرَةِ ۚ— فَمَا مَتَاعُ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا فِی الْاٰخِرَةِ اِلَّا قَلِیْلٌ ۟

ای هغه کسانو چې ایمان یې راوړی دی په الله او د هغه په پېغمبر او د هغه په شریعت مو عمل کړی، ولې کله چې تاسو ته د الله په لار کې د جهاد کولو او دښمن د وژلو بلنه درکول شوه نو سستي مو وکړه، او خپلو کورونو کې ناستې ته مو میلان وکړ؟ آیا تاسو د دنیا د ژوند په زایله کېدونکې او لرې کېدونکې خوندونو راضي شوئ د آخرت د همیشني نعمتونو په بدل کې کوم چې الله تعالی په خپله لاره کې مجاهدینو ته چمتو کړي دي؟! پس نه ده ګټه د دنیا د ژوند د آخرت په مقابل کې مګر ډېر خسیسه او سپکه، نو څرنګه یو هوښیار کس د باقي په بدل کې فاني دنیا غوره کوي، او سپک شی د لوی شي په بدل کې غوره کوي؟! info
التفاسير:

external-link copy
39 : 9

اِلَّا تَنْفِرُوْا یُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا اَلِیْمًا ۙ۬— وَّیَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَیْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّوْهُ شَیْـًٔا ؕ— وَاللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟

که چېرې تاسو د الله په لار کې جهاد او د دښمنانو سره جنګ ته ونه وځئ -ای مومنانو- نو الله تعالی به درته د ذلت سزا درکړي، او ستاسو پر ځای به داسې یو قوم راولي چې د الله اطاعت به کوي، کله چې ورڅخه وغوښتل شي چې د جهاد لپاره وځئ نو دوی وځي، او تاسو د ده د امر په نه منلو کې ده ته هېڅ زیان نشئ رسولی، ځکه چې هغه تاسو څخه بې پروا دی، او تاسو ده ته محتاج یاست، او الله تعالی په هر څه توان لرونکی دی، هېڅ شی یې نشي نا توانه کولی، هماغه د خپل دین او پېغمبر سره په مرسته کولو کې له تاسو پرته توانمند دی. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 9

اِلَّا تَنْصُرُوْهُ فَقَدْ نَصَرَهُ اللّٰهُ اِذْ اَخْرَجَهُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ثَانِیَ اثْنَیْنِ اِذْ هُمَا فِی الْغَارِ اِذْ یَقُوْلُ لِصَاحِبِهٖ لَا تَحْزَنْ اِنَّ اللّٰهَ مَعَنَا ۚ— فَاَنْزَلَ اللّٰهُ سَكِیْنَتَهٗ عَلَیْهِ وَاَیَّدَهٗ بِجُنُوْدٍ لَّمْ تَرَوْهَا وَجَعَلَ كَلِمَةَ الَّذِیْنَ كَفَرُوا السُّفْلٰی ؕ— وَكَلِمَةُ اللّٰهِ هِیَ الْعُلْیَا ؕ— وَاللّٰهُ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ ۟

که چېرې تاسو -ای مومنانو- د الله د پېغمبر مرسته ونکړه، او د الله په لار کې د جهاد کولو په اړه مو د هغه بلنه و نه منله، نو په تحقیق سره الله ورسره مرسته کړې ده په هغه وخت کې چې تاسو ورسره نه واست، کله چې مشرکانو دې او ابو بکر رضي الله عنه راوویست، درېمګړی یې نه درلود کله چې دوی دواړه د ثور په غار کې له کافرانو څخه پټ شوي وو، او هغوی د دې دواړو پلټنه کوله، کله چې پېغمبر علیه السلام خپل ملګري ابو بکر ته وویل په داسې حال کې چې هغه پر ده وېرېده چې مشرکان یې ونه نیسي: مه خفه کېږه بېشکه الله تعالی د همغږۍ او مرستې له اړخه له مونږ سره دی، نو الله تعالی د خپل پېغمبر پر زړه ډاډینه (اطمینان) را کوز کړ، او د ملائکو داسې لښکر یې را ولېږه چې تاسو نشو لیدلای او د هغه مرسته یې کوله، او د کافرانو وینا یې ښکته کړله، او د الله تعالی وینا (کلمه) لوړه شوه کله چې اسلام لوړ شو، او الله تعالی په خپل ذات، غلبه او پاچاهۍ کې غالبه دی، هیڅوک پرې غالبه کېدلای نه شي، په خپل تدبیر او تقدیر او شریعت کې د حکمت خاوند دی. info
التفاسير:
Parmi les bénéfices ( méditations ) des versets de cette page:
• العادات المخالفة للشرع بالاستمرار عليها دونما إنكار لها يزول قبحها عن النفوس، وربما ظُن أنها عادات حسنة.
د شریعت سره په ټکر کې عادتونو باندې همیشوالی کول په غیر د رد نه چې پر نفسونو یې بده اغیزه له مینځه ولاړه شي، او ډیر کرتې ګمان کیدای شي چې دا ښه عادتونه دي. info

• عدم النفير في حال الاستنفار من كبائر الذنوب الموجبة لأشد العقاب، لما فيها من المضار الشديدة.
جهاد ته د بلنې پر وخت نه وتل د لویو ګناهونو څخه دي چې دسختې سزا لامل ګرځي، ځکه چې په دې کې سخت زیانونه دي. info

• فضيلة السكينة، وأنها من تمام نعمة الله على العبد في أوقات الشدائد والمخاوف التي تطيش فيها الأفئدة، وأنها تكون على حسب معرفة العبد بربه، وثقته بوعده الصادق، وبحسب إيمانه وشجاعته.
د سکینې (زړه ډاډینه او آرام) فضیلت، او دا چې دا د الله تعالی پر بنده باندې د بشپړو نعمتونو څخه شمېرل کېږي چې د سختۍ او وېرې پر مهال راځي پداسې وخت کې چې زړونه پریشانه کېږي، او دا سکینه د خپل رب د پېژندلو، د هغه پر ژمنو د بروسې کولو، ایمان لرلو او زړورتیا په اندازه وي. info

• أن الحزن قد يعرض لخواص عباد الله الصدِّيقين وخاصة عند الخوف على فوات مصلحة عامة.
خفګان کله کله د الله تعالی خاصو صادقو بندګانو ته هم رسي، او په ځانګړي ډول کله چې د عام مصلحت له لاسه ورکولو وېره وي. info