Traduction des sens du Noble Coran - La traduction en pachtou du Résumé dans l'Exégèse du noble Coran

قمر

Parmi les objectifs de la sourate:
التذكير بنعمة تيسير القرآن، وما فيه من الآيات والنذر.
د قرآن د آسانه کولو د نعمت یادونه او په هغو کې چې کوم آيتونه او د ویروونکو په اړه - خبرې - دي. info

external-link copy
1 : 54

اِقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَانْشَقَّ الْقَمَرُ ۟

د قيامت راتګ را نېږدې شو او د نبي صلی الله عليه وسلم په زمانه کې سپوږمۍ وچاوده، چې چاودل يې د هغه صلی الله عليه وسلم له حسي نښانو څخه وه. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 54

وَاِنْ یَّرَوْا اٰیَةً یُّعْرِضُوْا وَیَقُوْلُوْا سِحْرٌ مُّسْتَمِرٌّ ۟

او که مشرکان د هغه صلی الله عليه وسلم پر رېښتينولي کوم دليل او برهان وويني له منلو يې مخ اړوي، او وايي: موږ چې له حجتونو او برهانونو څه ليدلي هغه باطلې کوډې دي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 54

وَكَذَّبُوْا وَاتَّبَعُوْۤا اَهْوَآءَهُمْ وَكُلُّ اَمْرٍ مُّسْتَقِرٌّ ۟

او کوم حق چې ورته راغلی و هغه يې درواغ وګڼلو، او په درواغ ګڼلو کې يې د خپلو هوسونو پيروي وکړه، او هر کار که خير وي او که شر د قيامت په ورځ به يې په وړ تن را پرېوتونکی وي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 54

وَلَقَدْ جَآءَهُمْ مِّنَ الْاَنْۢبَآءِ مَا فِیْهِ مُزْدَجَرٌ ۟ۙ

او پرته له شکه هغوی ته د هغو امتونو خبرونه راغلل چې الله هغوی د خپل کفر او ظلم له امله يې تباه کړل چې هغه د کفر او ظلم څخه د راګرځولو لپاره بسنه کوله. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 54

حِكْمَةٌ بَالِغَةٌ فَمَا تُغْنِ النُّذُرُ ۟ۙ

او هغه څه ورته راغلل بشپړ حکمت و ترڅو پرهغوی حجت قايم شي، وېروونکي هغه قوم ته کومه ګټه نه رسوي چې پر الله او د آخرت په ورځ باور نه لري. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 54

فَتَوَلَّ عَنْهُمْ ۘ— یَوْمَ یَدْعُ الدَّاعِ اِلٰی شَیْءٍ نُّكُرٍ ۟ۙ

ای رسوله! کله چې هغوی په سمه لار نه ځي، نو د هغې ورځې د انتظار کوونکي په توګه يې پرې ږده او مخ ترې واړوه په کومه ورځ چې په شپېلۍ کې پوکی کوونکې پرېښته د داسې وېروونکي امر خواته را بلل کيږي چې مخلوقاتو له دې مخکې د هغه غوندې څه نه وي پېژندلي. info
التفاسير:
Parmi les bénéfices ( méditations ) des versets de cette page:
• عدم التأثر بالقرآن نذير شؤم.
له قرآن څخه نه اغېزمن کېدل د وېروونکي بد فالي ده. info

• خطر اتباع الهوى على النفس في الدنيا والآخرة.
پر نفس د هوس د پيروي خطر په دنيا او آخرت کې. info

• عدم الاتعاظ بهلاك الأمم صفة من صفات الكفار.
د نورو امتونو له تباهۍ پند نه اخېستل د کافرانو له صفتونو يو صفت دی. info