Traduction des sens du Noble Coran - La traduction en pachtou du Résumé dans l'Exégèse du noble Coran

external-link copy
52 : 3

فَلَمَّاۤ اَحَسَّ عِیْسٰی مِنْهُمُ الْكُفْرَ قَالَ مَنْ اَنْصَارِیْۤ اِلَی اللّٰهِ ؕ— قَالَ الْحَوَارِیُّوْنَ نَحْنُ اَنْصَارُ اللّٰهِ ۚ— اٰمَنَّا بِاللّٰهِ ۚ— وَاشْهَدْ بِاَنَّا مُسْلِمُوْنَ ۟

کله چې عیسی علیه السلام د دوی په کفر پاتې کېدلو پوه شو، نو بني اسرائیلو ته یې وویل: څوک به الله ته په رابللو کې راسره مرسته وکړي؟ غوره شوو تابعدارانو یې وویل: مونږ د الله د دین مرستندوی یو، مونږ پر الله باور لرو او ستا تابعداري کوو، او -ای عیسی- شاهد اوسه چې مونږ الله ته په توحید او تابعدارۍ غاړه ایښودونکي یو. info
التفاسير:
Parmi les bénéfices ( méditations ) des versets de cette page:
• شرف الكتابة والخط وعلو منزلتهما، حيث بدأ الله تعالى بذكرهما قبل غيرهما.
دلیکلو او خط فضیلت او مرتبه او د هغې لوړه درجه، پدې وجه چې الله د دې دواړو یادونه له نورو مخکې وکړه. info

• من سنن الله تعالى أن يؤيد رسله بالآيات الدالة على صدقهم، مما لا يقدر عليه البشر.
د الله تعالی تګلاره دا ده چې خپلو پېغمبرانو ته د هغوی د ريښتنولۍ ثابتولو لپاره داسې نښې ورکوي چې بشر یې توان نلري. info

• جاء عيسى بالتخفيف على بني إسرائيل فيما شُدِّد عليهم في بعض شرائع التوراة، وفي هذا دلالة على وقوع النسخ بين الشرائع.
عیسی بني اسرائيلو ته په هغه څه کې له تخفيف سره راغی چې په تورات کې ځينې حکمونه پرې سخت راغلي وو، دا د شريعتونو ترمنځ د نسخې (منسوخېدو) د رامنځته کېدو دليل دی. info