Traduction des sens du Noble Coran - La traduction en pachtou du Résumé dans l'Exégèse du noble Coran

external-link copy
8 : 19

قَالَ رَبِّ اَنّٰی یَكُوْنُ لِیْ غُلٰمٌ وَّكَانَتِ امْرَاَتِیْ عَاقِرًا وَّقَدْ بَلَغْتُ مِنَ الْكِبَرِ عِتِیًّا ۟

زکریا -علیه السلام- وویل په داسې حال کې چې تعجب کوونکی و د الله تعالی د قدرت نه: څرنګه به زما بچی پیدا شي او حال دا چې زما ښځه شنډه ده بچي نه راوړي، او زه رسېدلی یم د عمر اخیرې حد ته د زوړوالي او کمزوروالي د هډوکو نه؟!. info
التفاسير:
Parmi les bénéfices ( méditations ) des versets de cette page:
• الضعف والعجز من أحب وسائل التوسل إلى الله؛ لأنه يدل على التَّبَرُّؤِ من الحول والقوة، وتعلق القلب بحول الله وقوته.
خپله کمزوري ښودل او عاجزي کول؛ الله تعالی ته د نزدیکت لپاره د ټولو نه د خوښې وسېلې دي؛ ځکه چې دا دلالت کوي په بیزارۍ سره د خپل طاقت او قدرت نه، او په تعلق د زړه د الله تعالی په قدرت او طاقت پورې. info

• يستحب للمرء أن يذكر في دعائه نعم الله تعالى عليه، وما يليق بالخضوع.
انسان لره پکار دي چې په خپلو دعاګانو کې د الله تعالی نعمتونه په ځان باندې یاد کړي، او هغه څه دې وکړي چې د خضوع سره مناسب وي. info

• الحرص على مصلحة الدين وتقديمها على بقية المصالح.
کوشش کول د دین د مصلحت لپاره او مخکې کول د هغه په نورو مصلحتونو باندې. info

• تستحب الأسماء ذات المعاني الطيبة.
د ښایسته معنی لرونکو نومونو کیښودل مستحب دي. info