Firo maanaaji al-quraan tedduɗo oo - Firo pastiiwo - Sarfaraz

Tonngoode hello ngoo:close

external-link copy
36 : 50

وَكَمْ اَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِّنْ قَرْنٍ هُمْ اَشَدُّ مِنْهُمْ بَطْشًا فَنَقَّبُوْا فِی الْبِلَادِ ؕ— هَلْ مِنْ مَّحِیْصٍ ۟

او څومره د ډیرو پیړیو خلک له دوی څخه وړاندې مونږ هلاک کړي دي؟ سره له دې چې له دوی نه ډیر پیاوړي او د ځمکې په هر لورې ګرځیدلي وو. نو وګورئ چې د خلاصون کوم ځای يې وو؟ info
التفاسير:

external-link copy
37 : 50

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَذِكْرٰی لِمَنْ كَانَ لَهٗ قَلْبٌ اَوْ اَلْقَی السَّمْعَ وَهُوَ شَهِیْدٌ ۟

په رښتیا چې په دې پیښو کې د هغو خلکو لپاره پند دی چې زړه لري او په غور سره خبره اوري. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 50

وَلَقَدْ خَلَقْنَا السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَا فِیْ سِتَّةِ اَیَّامٍ ۖۗ— وَّمَا مَسَّنَا مِنْ لُّغُوْبٍ ۟

او مونږ اسمانونه او ځمکه او هغه څه چې د دواړو په غیږ کې دي په شپږو ورځو کې پیدا کړي دي او مونږ پرې ستړي شوي نه یو. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 50

فَاصْبِرْ عَلٰی مَا یَقُوْلُوْنَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوْعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ الْغُرُوْبِ ۟ۚ

نو اې پیغمبره! په خبرو يې صبر کوه او د خپل رب ثنا او صفت د لمر ختلو او لمر پریوتلو نه وړاندې ډیر یادوه. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 50

وَمِنَ الَّیْلِ فَسَبِّحْهُ وَاَدْبَارَ السُّجُوْدِ ۟

او هم يې د شپې او له لمنځونو وروسته هم دیره پاکي ستایه. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 50

وَاسْتَمِعْ یَوْمَ یُنَادِ الْمُنَادِ مِنْ مَّكَانٍ قَرِیْبٍ ۟ۙ

او واروه! هغه ورځ چې غږ کوونکی له ډیر نژدې خای څخه غږ وکړي. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 50

یَّوْمَ یَسْمَعُوْنَ الصَّیْحَةَ بِالْحَقِّ ؕ— ذٰلِكَ یَوْمُ الْخُرُوْجِ ۟

په هغه ورځ به د حق چیغه ښه پوره واوري. بس هغه د راوتلو ورځ ده. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 50

اِنَّا نَحْنُ نُحْیٖ وَنُمِیْتُ وَاِلَیْنَا الْمَصِیْرُ ۟ۙ

بې له شکه مونږ یو چې ژوند ورکوو. او مړه کول کوو. او همدا مونږ ته بیرته راتګ دی. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 50

یَوْمَ تَشَقَّقُ الْاَرْضُ عَنْهُمْ سِرَاعًا ؕ— ذٰلِكَ حَشْرٌ عَلَیْنَا یَسِیْرٌ ۟

هغه ورځ چې ځمکه پرې وچوي. او هغوی به په تلوار ترې راووځي دا راټولول مونږ ته ډیر اسان دي. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 50

نَحْنُ اَعْلَمُ بِمَا یَقُوْلُوْنَ وَمَاۤ اَنْتَ عَلَیْهِمْ بِجَبَّارٍ ۫— فَذَكِّرْ بِالْقُرْاٰنِ مَنْ یَّخَافُ وَعِیْدِ ۟۠

اې پیغمبره! مونږ د هغوی په خبرو ډیر ښه پوهیږو او ستا دنده نه ده چې ته يې په زور پرې ومني. ته په قران سره هغو خلکو ته پند ورکړه چې زما ډارول په غوره اورې. info
التفاسير: