Firo maanaaji al-quraan tedduɗo oo - Firo pastiiwo - Sarfaraz

Tonngoode hello ngoo:close

external-link copy
16 : 50

وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ وَنَعْلَمُ مَا تُوَسْوِسُ بِهٖ نَفْسُهٗ ۖۚ— وَنَحْنُ اَقْرَبُ اِلَیْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِیْدِ ۟

او مونږ انسان پیدا کړی او هغه څه راته ټول معلوم دي چې په زړه کې يي د وسوسې په توګه تیریږي. او مونږ ورته د هغه له شا رګ نه هم ډیر نژدې یو. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 50

اِذْ یَتَلَقَّی الْمُتَلَقِّیٰنِ عَنِ الْیَمِیْنِ وَعَنِ الشِّمَالِ قَعِیْدٌ ۟

په یاد لره چې د هغه په ښي او کیڼ اړخ کې دوه ناستې ملایکې د هغه هر څه را اخلي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 50

مَا یَلْفِظُ مِنْ قَوْلٍ اِلَّا لَدَیْهِ رَقِیْبٌ عَتِیْدٌ ۟

هیڅ خبره يې له خولي وتلې نه وي مګر څارکوونکی حاضر او تیار وي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 50

وَجَآءَتْ سَكْرَةُ الْمَوْتِ بِالْحَقِّ ؕ— ذٰلِكَ مَا كُنْتَ مِنْهُ تَحِیْدُ ۟

او د مرګ بې هوشي په حقه راغله. دا هغه څه دي چې ته به ترې په تیښته وي. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 50

وَنُفِخَ فِی الصُّوْرِ ؕ— ذٰلِكَ یَوْمُ الْوَعِیْدِ ۟

په شپیلۍ کې به پوه وکړی شي. دا همغه ورځ ده چې ته به ترې ډارولی شوې. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 50

وَجَآءَتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّعَهَا سَآىِٕقٌ وَّشَهِیْدٌ ۟

هر څوک به په داسې حال کې را روان وي چې یو شړونکی او یو شاهد به ورسره وي. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 50

لَقَدْ كُنْتَ فِیْ غَفْلَةٍ مِّنْ هٰذَا فَكَشَفْنَا عَنْكَ غِطَآءَكَ فَبَصَرُكَ الْیَوْمَ حَدِیْدٌ ۟

او ورته به وویل شي چې: ته خو له دې هر څه نه غافله وې نو مونږ درنه پرده لرې او سترګې دې نن ډیرې تیزې دي. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 50

وَقَالَ قَرِیْنُهٗ هٰذَا مَا لَدَیَّ عَتِیْدٌ ۟ؕ

او ملګری[۱۳] به يي ووایې: کوم کار چې ماته سپارل شوی وو هغه دغه دی حاضر دی. info

[۱۳] هغه ملایکه چې ورسره ملګرې ده( فتح القدیر).

التفاسير:

external-link copy
24 : 50

اَلْقِیَا فِیْ جَهَنَّمَ كُلَّ كَفَّارٍ عَنِیْدٍ ۟ۙ

حکم به وشي چې: تاسې دواړه ملایکې هر عناد لرونکی کافر دوزخ ته واچوئ. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 50

مَّنَّاعٍ لِّلْخَیْرِ مُعْتَدٍ مُّرِیْبِ ۟ۙ

هغه چې د خیر منع کوونکی له پولو اووښتونکی او په هر څه کې شکمن وو. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 50

١لَّذِیْ جَعَلَ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ فَاَلْقِیٰهُ فِی الْعَذَابِ الشَّدِیْدِ ۟

او هغه چې له الله سره يي نور خدایان نیولي وو. نو اوس دواړه په سخت عذاب کې ور وغورځوئ. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 50

قَالَ قَرِیْنُهٗ رَبَّنَا مَاۤ اَطْغَیْتُهٗ وَلٰكِنْ كَانَ فِیْ ضَلٰلٍۢ بَعِیْدٍ ۟

ملګري[۱۴] به يې ووايې: اې ربه! ما په زوره بې لارې کړی نه و بلکې په خپله تر ډیره لرې لار ورکی وو. info

[۱۴] دا يې د شیطان ملګري خبره ده ( فتح القدیر)

التفاسير:

external-link copy
28 : 50

قَالَ لَا تَخْتَصِمُوْا لَدَیَّ وَقَدْ قَدَّمْتُ اِلَیْكُمْ بِالْوَعِیْدِ ۟

الله به وفرمايې: زما په وړاندې جګړه مه کوئ. ما تاسې پخوا ډارولي واست. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 50

مَا یُبَدَّلُ الْقَوْلُ لَدَیَّ وَمَاۤ اَنَا بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِیْدِ ۟۠

زما خبره نه بدلیږي او نه زه پر خپلو بنده ګانو ظلم کوم. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 50

یَوْمَ نَقُوْلُ لِجَهَنَّمَ هَلِ امْتَلَاْتِ وَتَقُوْلُ هَلْ مِنْ مَّزِیْدٍ ۟

هغه ورځ یاده کړه چې: مونږ به جهنم ته ووایو: ډک شوې؟ هغه به ووایې نور شته؟ info
التفاسير:

external-link copy
31 : 50

وَاُزْلِفَتِ الْجَنَّةُ لِلْمُتَّقِیْنَ غَیْرَ بَعِیْدٍ ۟

او جنت به پرهیزګارانو ته رانژدې کړای شي اولرې به ترې نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 50

هٰذَا مَا تُوْعَدُوْنَ لِكُلِّ اَوَّابٍ حَفِیْظٍ ۟ۚ

او ورته به وویل شي چې دا هغه څه دي چې ستاسې د هر رجوع کوونکی او د پولو او د حدودو ساتونکي سره يي وعده کیدله. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 50

مَنْ خَشِیَ الرَّحْمٰنَ بِالْغَیْبِ وَجَآءَ بِقَلْبٍ مُّنِیْبِ ۟ۙ

له هغه چا سره چې به نالیدلو له رحمن څخه ډاریدلو او د الله په لور له ګرځیدونکي زړه سره راغلی دی. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 50

١دْخُلُوْهَا بِسَلٰمٍ ؕ— ذٰلِكَ یَوْمُ الْخُلُوْدِ ۟

ښه په ډاډ جنت ته ننه ووځئ نن د تل پاتې کیدلو ورځ ده. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 50

لَهُمْ مَّا یَشَآءُوْنَ فِیْهَا وَلَدَیْنَا مَزِیْدٌ ۟

هلته به ټول هغه څه ورته تیاروي چې هغوی يې وغواړي او زمونږ په وړاندې هغوی ته نور هم ډیر شیان [۱۵] شته. info

[۱۵] دا د الله ملاقات دی( فتح القدیر) الهل دې مونږ ته را وښايي) امین.

التفاسير: