ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه‌ى پشتو - مركز ترجمه‌ى رواد

شماره صفحه:close

external-link copy
10 : 59

وَالَّذِیْنَ جَآءُوْ مِنْ بَعْدِهِمْ یَقُوْلُوْنَ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلِاِخْوَانِنَا الَّذِیْنَ سَبَقُوْنَا بِالْاِیْمَانِ وَلَا تَجْعَلْ فِیْ قُلُوْبِنَا غِلًّا لِّلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا رَبَّنَاۤ اِنَّكَ رَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ ۟۠

او کوم كسان چې تر هغوى وروسته راځي وايي زموږ ربه! موږ ته بخښنه وكړې او زموږ هغو وروڼو ته چې په ايمان راوړلو كې راڅخه مخکې شوي او ايمان والاوو سره كينه كول مو په زړونو كې مه اچوه، زموږ پالونکيه همدا ته ډېر نرمي كوونكى مهربان يې. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 59

اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ نَافَقُوْا یَقُوْلُوْنَ لِاِخْوَانِهِمُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ لَىِٕنْ اُخْرِجْتُمْ لَنَخْرُجَنَّ مَعَكُمْ وَلَا نُطِیْعُ فِیْكُمْ اَحَدًا اَبَدًا ۙ— وَّاِنْ قُوْتِلْتُمْ لَنَنْصُرَنَّكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ یَشْهَدُ اِنَّهُمْ لَكٰذِبُوْنَ ۟

ايا ته نه ګورې هغو كسانو ته چې منافقت یې کړی دی، په اهل كتابو كې خپلو كافرو وروڼو ته وايي: كه تاسي بهر واېستل شوئ موږ به هم هرومرو درسره وځو او ستاسو (تاوان) په هكله به د هيچا خبره هيڅكله نه منو او كه جګړه درسره وشوه، هرومرو به ستاسو مرسته كوو. او الله شاهدي وايي چې هغوى درواغجن دي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 59

لَىِٕنْ اُخْرِجُوْا لَا یَخْرُجُوْنَ مَعَهُمْ ۚ— وَلَىِٕنْ قُوْتِلُوْا لَا یَنْصُرُوْنَهُمْ ۚ— وَلَىِٕنْ نَّصَرُوْهُمْ لَیُوَلُّنَّ الْاَدْبَارَ ۫— ثُمَّ لَا یُنْصَرُوْنَ ۟

كه چېرته وویستلی شي هغوى نو دوی نه وځي د هغوی سره او كه چېرته جګړه ورسره وشي مرسته به يې ونه كړي او كه چېرته دوی ورسره مرسته وکړي خامخا به وروګرځوي شاګانې، بيا به د دوی سره مرسته و نه شي. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 59

لَاَنْتُمْ اَشَدُّ رَهْبَةً فِیْ صُدُوْرِهِمْ مِّنَ اللّٰهِ ؕ— ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا یَفْقَهُوْنَ ۟

خامخا تاسو سخت ډار اچونکي یاست د هغوی په سینو کې د الله تعالی نه، دا ځكه چې هغوى نا پوه خلك دي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 59

لَا یُقَاتِلُوْنَكُمْ جَمِیْعًا اِلَّا فِیْ قُرًی مُّحَصَّنَةٍ اَوْ مِنْ وَّرَآءِ جُدُرٍ ؕ— بَاْسُهُمْ بَیْنَهُمْ شَدِیْدٌ ؕ— تَحْسَبُهُمْ جَمِیْعًا وَّقُلُوْبُهُمْ شَتّٰی ؕ— ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا یَعْقِلُوْنَ ۟ۚ

جنګ نه شي کولای هغوى تاسو سره په یو ځای مګر په كلا بندو كليو كې يا د دېوالونو تر شا، د هغوى خپل منځي جګړه ډېره سخته ده. ته يې (كه څه هم) سره ګډ (متحد) بولې خو د هغوى زړونه بېل بېل دي. دا ځكه چې هغوى داسې یو قوم دی چې عقل نه لري. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 59

كَمَثَلِ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ قَرِیْبًا ذَاقُوْا وَبَالَ اَمْرِهِمْ ۚ— وَلَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟ۚ

(حال د دوی) د همغو خلكو په شان دي چې له دوى نه لږ وخت مخکې يې د خپلو كړو سزا څكلې ده او د دوى لپاره درد ناك عذاب دى. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 59

كَمَثَلِ الشَّیْطٰنِ اِذْ قَالَ لِلْاِنْسَانِ اكْفُرْ ۚ— فَلَمَّا كَفَرَ قَالَ اِنِّیْ بَرِیْٓءٌ مِّنْكَ اِنِّیْۤ اَخَافُ اللّٰهَ رَبَّ الْعٰلَمِیْنَ ۟

(حال د دوی) په څېر د حال د شیطان دی كله يې چې انسان ته وويل: كافر شه! خو كله چې كافر شو وېلې زه خو در څخه بېزار يم، زه د مخلوقاتو له پالونكي څخه ډارېږم. info
التفاسير: