ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه‌ى پشتو - مركز ترجمه‌ى رواد

حشر

external-link copy
1 : 59

سَبَّحَ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ۚ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟

څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي، (ټول) د الله تسبيح وايي او همغه (الله) برلاسى حكمت والا دى. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 59

هُوَ الَّذِیْۤ اَخْرَجَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ مِنْ دِیَارِهِمْ لِاَوَّلِ الْحَشْرِ ؔؕ— مَا ظَنَنْتُمْ اَنْ یَّخْرُجُوْا وَظَنُّوْۤا اَنَّهُمْ مَّا نِعَتُهُمْ حُصُوْنُهُمْ مِّنَ اللّٰهِ فَاَتٰىهُمُ اللّٰهُ مِنْ حَیْثُ لَمْ یَحْتَسِبُوْا وَقَذَفَ فِیْ قُلُوْبِهِمُ الرُّعْبَ یُخْرِبُوْنَ بُیُوْتَهُمْ بِاَیْدِیْهِمْ وَاَیْدِی الْمُؤْمِنِیْنَ ۗ— فَاعْتَبِرُوْا یٰۤاُولِی الْاَبْصَارِ ۟

خاص هغه داسې ذات دی د اهل كتابو (يهودو) كافران يې له خپلو كورونو د لومړنۍ راټولېدنې (جلا وطني) پر وخت بهر واېستل، تاسو (هم) ګومان نه كولو چې هغوى به ووځي او هغوى (خو) ګومان درلود چې پخې كلا ګانې به يې د الله (له عذاب) څخه وساتي، خو بيا د الله عذاب له يو داسې لورې ورباندې راغی چې هغوى يې اټكل نه و كړى او په زړونو كې يې (سخت) ډار ور واچولو. خپل كورونه يې په خپلو لاسونو او د مومنانو په لاسونو ورانول، نو عبرت واخلئ اې د پوهې خاوندانو. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 59

وَلَوْلَاۤ اَنْ كَتَبَ اللّٰهُ عَلَیْهِمُ الْجَلَآءَ لَعَذَّبَهُمْ فِی الدُّنْیَا ؕ— وَلَهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ عَذَابُ النَّارِ ۟

او كه الله پر هغوى جلا وطني ليكلې نه واى نو هرومرو به يې په دنيا كې (څه بل) عذاب وركړى و او په آخرت كې خو د هغو لپاره د اور عذاب دى. info
التفاسير: