Traducción de los significados del Sagrado Corán - Traducción al pashto - Sarfaraz

external-link copy
91 : 6

وَمَا قَدَرُوا اللّٰهَ حَقَّ قَدْرِهٖۤ اِذْ قَالُوْا مَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ عَلٰی بَشَرٍ مِّنْ شَیْءٍ ؕ— قُلْ مَنْ اَنْزَلَ الْكِتٰبَ الَّذِیْ جَآءَ بِهٖ مُوْسٰی نُوْرًا وَّهُدًی لِّلنَّاسِ تَجْعَلُوْنَهٗ قَرَاطِیْسَ تُبْدُوْنَهَا وَتُخْفُوْنَ كَثِیْرًا ۚ— وَعُلِّمْتُمْ مَّا لَمْ تَعْلَمُوْۤا اَنْتُمْ وَلَاۤ اٰبَآؤُكُمْ ؕ— قُلِ اللّٰهُ ۙ— ثُمَّ ذَرْهُمْ فِیْ خَوْضِهِمْ یَلْعَبُوْنَ ۟

هغوی د الله روغه ستاینه ونه کړه چې ویې ویل: الله پاک هیچا ته څه نه دي نازل کړي. ای محمده! ورته ووایه د موسی راوړی کتاب چا نازل کړی ؤ چې د انسانانو لپاره رڼا او هدایت ؤ؟ خو تاسې پاڼه، پاڼه ځینې مو خلکو ته بیان او ډیر مو پټ کړ. او د همدې کتاب په واسطه هغه څه در وښوول شو چې نه پرې تاسې پوهیدئ او نه ستاسې پلرونه. ورته ووایه الله نازل کړی ؤ بیا یې پریږده چې له خپلو اوتو بوتو سره لوبې وکړي. info
التفاسير: