Traducción de los significados del Sagrado Corán - Traducción al pashto - Sarfaraz

ق

external-link copy
1 : 50

قٓ ۫— وَالْقُرْاٰنِ الْمَجِیْدِ ۟ۚ

ق. قسم په قران مجید ( چې ته د الله رسول يې) info
التفاسير:

external-link copy
2 : 50

بَلْ عَجِبُوْۤا اَنْ جَآءَهُمْ مُّنْذِرٌ مِّنْهُمْ فَقَالَ الْكٰفِرُوْنَ هٰذَا شَیْءٌ عَجِیْبٌ ۟ۚ

بلکې تعجب کوي چې د هغوی خپل سړی ورته د ډاروونکي په توګه راغلی او کافران وايې چې دا یو عجیب کار دی. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 50

ءَاِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا ۚ— ذٰلِكَ رَجْعٌ بَعِیْدٌ ۟

ایا چې مونږ مړه او بیا خاورې شو؟ دا بیرته راګرځیدل ډیر لرې دي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 50

قَدْ عَلِمْنَا مَا تَنْقُصُ الْاَرْضُ مِنْهُمْ ۚ— وَعِنْدَنَا كِتٰبٌ حَفِیْظٌ ۟

په یقین چې مونږ پوه یو چې ځمکه به کوم څه له هغوی نه کموي او له مونږ سره یوه ساتونکې لیکنه ده. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 50

بَلْ كَذَّبُوْا بِالْحَقِّ لَمَّا جَآءَهُمْ فَهُمْ فِیْۤ اَمْرٍ مَّرِیْجٍ ۟

بلکې هغوی حق له راتګ وروسته درواغ وګاڼه نو په ګډوډیو[۱۲] او لالهاندۍ سر دي. info

[۱۲] کله وايې قران سحر دی کله وايي شعر دی کله یو څه او کله بل څه وايي( فتح القدیر).

التفاسير:

external-link copy
6 : 50

اَفَلَمْ یَنْظُرُوْۤا اِلَی السَّمَآءِ فَوْقَهُمْ كَیْفَ بَنَیْنٰهَا وَزَیَّنّٰهَا وَمَا لَهَا مِنْ فُرُوْجٍ ۟

ایا پاس اسمان ته يې نه دي کتلي چې مونږ څرنګه جوړ کړی او څه رنګه مو ښایسته کړی؟ او هیڅ سوری او چاود پکې نشته. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 50

وَالْاَرْضَ مَدَدْنٰهَا وَاَلْقَیْنَا فِیْهَا رَوَاسِیَ وَاَنْۢبَتْنَا فِیْهَا مِنْ كُلِّ زَوْجٍ بَهِیْجٍ ۟ۙ

او نه يي دې لیدلي چې مونږ ځمکه هواره کړې. غرونه مو پکې میخ کړي او هر ډول تازه او زړه وړونکي نباتات مو پکې رازرغون کړي دي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 50

تَبْصِرَةً وَّذِكْرٰی لِكُلِّ عَبْدٍ مُّنِیْبٍ ۟

دا ټول څیزونه د هغه بنده لپاره چې الله ته رجوع کوي ښوونه او پند دی. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 50

وَنَزَّلْنَا مِنَ السَّمَآءِ مَآءً مُّبٰرَكًا فَاَنْۢبَتْنَا بِهٖ جَنّٰتٍ وَّحَبَّ الْحَصِیْدِ ۟ۙ

او له اسمان نه مو برکت ناکې اوبه راښکته کړي او په هغو مو باغونه او لو کیدونکي دانې راټوکولي دي. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 50

وَالنَّخْلَ بٰسِقٰتٍ لَّهَا طَلْعٌ نَّضِیْدٌ ۟ۙ

او هم مو پرې لوړې دنګې او د ګڼو وږو لرونکې خرما کانې زرغونې کړي دي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 50

رِّزْقًا لِّلْعِبَادِ ۙ— وَاَحْیَیْنَا بِهٖ بَلْدَةً مَّیْتًا ؕ— كَذٰلِكَ الْخُرُوْجُ ۟

دا ټول زمونږ د بنده ګانو روزي ده. او هم مو پرې مړ او وچ وطن بیرته ژوندی او تازه کړی دی. هو! په همدې شان له قبر نه بیرته راوتل هم دي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 50

كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوْحٍ وَّاَصْحٰبُ الرَّسِّ وَثَمُوْدُ ۟ۙ

له دوی نه وړاندې د نوح قوم، د څاه خاوندانو او ثمودیانو د درواغو نسبت کړی وو. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 50

وَعَادٌ وَّفِرْعَوْنُ وَاِخْوَانُ لُوْطٍ ۟ۙ

او هم عادیانو، فرعون او د لوط ورونو هم کړی وو. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 50

وَّاَصْحٰبُ الْاَیْكَةِ وَقَوْمُ تُبَّعٍ ؕ— كُلٌّ كَذَّبَ الرُّسُلَ فَحَقَّ وَعِیْدِ ۟

او هم د ځنګل خاوندانو، او د تبع قوم هم کړی وو. ټول پیغمبران درواغجن ګڼلي وو. نو د عذاب وعده پرې پخه شوه. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 50

اَفَعَیِیْنَا بِالْخَلْقِ الْاَوَّلِ ؕ— بَلْ هُمْ فِیْ لَبْسٍ مِّنْ خَلْقٍ جَدِیْدٍ ۟۠

ایا مونږ په لومړني ځل پیدا کولو ستړي شوي یو؟ نه بلکې هغوی د نوي پیدا کولو په هکله په شک کې اخته دي. info
التفاسير: