Traducción de los significados del Sagrado Corán - Traducción al pashto - Sarfaraz

Número de página: 126:106 close

external-link copy
114 : 5

قَالَ عِیْسَی ابْنُ مَرْیَمَ اللّٰهُمَّ رَبَّنَاۤ اَنْزِلْ عَلَیْنَا مَآىِٕدَةً مِّنَ السَّمَآءِ تَكُوْنُ لَنَا عِیْدًا لِّاَوَّلِنَا وَاٰخِرِنَا وَاٰیَةً مِّنْكَ ۚ— وَارْزُقْنَا وَاَنْتَ خَیْرُ الرّٰزِقِیْنَ ۟

عیسې بن مریم وویل: ای زمونږ ربه! پر مونږ له اسمان څخه د خوراک ډک دسترخوان راښکته کړه چې زمونږ د لومړنیو او وروستیو خلکو لپاره اختر او ستا له لورې یوه لویه نښه وي مونږ ته روزي راکړه ته ډير ښه روزي ورکوونکی یې. info
التفاسير:

external-link copy
115 : 5

قَالَ اللّٰهُ اِنِّیْ مُنَزِّلُهَا عَلَیْكُمْ ۚ— فَمَنْ یَّكْفُرْ بَعْدُ مِنْكُمْ فَاِنِّیْۤ اُعَذِّبُهٗ عَذَابًا لَّاۤ اُعَذِّبُهٗۤ اَحَدًا مِّنَ الْعٰلَمِیْنَ ۟۠

الله پاک وفرمایل: زه به د خوراک ډک دسترخوان تاسې ته راښکته کړم خو که بیا هم ستاسې کوم یوه سرغړونه وکړه نو داسې عذاب به ورکړم چې لا تر اوسه مې بل مخلوق ته نه دی ورکړی. info
التفاسير:

external-link copy
116 : 5

وَاِذْ قَالَ اللّٰهُ یٰعِیْسَی ابْنَ مَرْیَمَ ءَاَنْتَ قُلْتَ لِلنَّاسِ اتَّخِذُوْنِیْ وَاُمِّیَ اِلٰهَیْنِ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؕ— قَالَ سُبْحٰنَكَ مَا یَكُوْنُ لِیْۤ اَنْ اَقُوْلَ مَا لَیْسَ لِیْ ۗ— بِحَقٍّ ؔؕ— اِنْ كُنْتُ قُلْتُهٗ فَقَدْ عَلِمْتَهٗ ؕ— تَعْلَمُ مَا فِیْ نَفْسِیْ وَلَاۤ اَعْلَمُ مَا فِیْ نَفْسِكَ ؕ— اِنَّكَ اَنْتَ عَلَّامُ الْغُیُوْبِ ۟

او یاد کړه هغه چې الله پاک به ووایې ای عیسې بن مریم! ایا تا خلکو ته ویلي وو چې ما او مور مې له الله نه پرته دوه نور خدایان ونیسئ؟ عیسې به ووایي پاکي یوازې ستا ده له ما سره نه ښايي چې هغه څه ووایم چې زما حق نه دی خو بیا هم که چیری ماویلي وي نو تاته به معلوم وي ځکه ته په ټولو هغو ښه پوهیږي چې له ماسره دي او زه په هغه څه نه پوهیږم چې له تاسره دي بې شکه همدا ته په پټو ډیر ښه پوهیږي. info
التفاسير:

external-link copy
117 : 5

مَا قُلْتُ لَهُمْ اِلَّا مَاۤ اَمَرْتَنِیْ بِهٖۤ اَنِ اعْبُدُوا اللّٰهَ رَبِّیْ وَرَبَّكُمْ ۚ— وَكُنْتُ عَلَیْهِمْ شَهِیْدًا مَّا دُمْتُ فِیْهِمْ ۚ— فَلَمَّا تَوَفَّیْتَنِیْ كُنْتَ اَنْتَ الرَّقِیْبَ عَلَیْهِمْ ؕ— وَاَنْتَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ شَهِیْدٌ ۟

ما دوی ته پرته له هغه بل هیڅ نه دي ویلي چې تا راته پرې امر کړی ؤ چې ای د خدای بنده ګانو! د هغه الله عبادت وکړئ چې زما او ستاسو ټولو رب دی تر څو چې زه د هغوی په مینځ کې وم نو ما هغوی پوره ولیدل او کله چې تا زه په بشپړه توګه واخیستم نو بیا ته په هغوی څارونکی وې او ته پر هر شې ښه خبر یې. info
التفاسير:

external-link copy
118 : 5

اِنْ تُعَذِّبْهُمْ فَاِنَّهُمْ عِبَادُكَ ۚ— وَاِنْ تَغْفِرْ لَهُمْ فَاِنَّكَ اَنْتَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟

نو که ته هغوی ته عذاب ورکوی نوستا بنده ګان دي او که بښنه ورته کوې نو بې شکه چې همدا ته برلاسی او د حکمت څښتن یې. info
التفاسير:

external-link copy
119 : 5

قَالَ اللّٰهُ هٰذَا یَوْمُ یَنْفَعُ الصّٰدِقِیْنَ صِدْقُهُمْ ؕ— لَهُمْ جَنّٰتٌ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا ؕ— رَضِیَ اللّٰهُ عَنْهُمْ وَرَضُوْا عَنْهُ ؕ— ذٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟

الله به وفرمايې دا هغه ورځ ده چې رښتینو ته یوازې د هغوی رښتیا ګټه رسوي د هغوی لپاره داسې جنتونه دي چې لاندې له ونو او ماڼیو څخه به یې ویالې بهیږي تل تر تله به پکې اوسي، الله به ترې خوښ او دوی به له الله نه خوښ وي او دا ډیره لویه کامیابي ده. info
التفاسير:

external-link copy
120 : 5

لِلّٰهِ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا فِیْهِنَّ ؕ— وَهُوَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟۠

د اسمانونو او ځمکي او په دوي کې د ټولو موجوداتو واکمني یوازې د یو الله ده او هغه پرهر شي توانا دی. info
التفاسير: