Traducción de los significados del Sagrado Corán - Traducción al pashto - Sarfaraz

Número de página:close

external-link copy
50 : 40

قَالُوْۤا اَوَلَمْ تَكُ تَاْتِیْكُمْ رُسُلُكُمْ بِالْبَیِّنٰتِ ؕ— قَالُوْا بَلٰی ؕ— قَالُوْا فَادْعُوْا ۚ— وَمَا دُعٰٓؤُا الْكٰفِرِیْنَ اِلَّا فِیْ ضَلٰلٍ ۟۠

هغوی به ورته ووایې: ایا تاسې ته ستاسې رسولان له ښکاره دلایلو سره نه وو راغلي؟ دوی به ووايي: هو! راغلی وو نو د دوزخ کارکوونکي به ورته ووایي نو تاسې به خپله له الله نه غوښتنه وکړئ. او د کافرانو دعاء(غوښتنه) باببزه او ضایع ده. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 40

اِنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَیَوْمَ یَقُوْمُ الْاَشْهَادُ ۟ۙ

له شک نه وتلې ده چې مونږ خامخا له خپلو رسولانو او مؤمنانو سره په دنیوي ژوند او هغه ورځ هم مرسته کوو چې شاهدان ودریږي. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 40

یَوْمَ لَا یَنْفَعُ الظّٰلِمِیْنَ مَعْذِرَتُهُمْ وَلَهُمُ اللَّعْنَةُ وَلَهُمْ سُوْٓءُ الدَّارِ ۟

د ظالمانو عذر غوښتنه هیڅ ـ ګټه هغوی ته نونه کړي. له رحمت نه لرې او ډير بدکور به يي په برخه وي. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 40

وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْهُدٰی وَاَوْرَثْنَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ الْكِتٰبَ ۟ۙ

او مونږ موسی ته لارښوونه وکړه، او بني اسرائیل مو د هغه کتاب وارثان وګرځول. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 40

هُدًی وَّذِكْرٰی لِاُولِی الْاَلْبَابِ ۟

چې د عقل لرونکو لپاره ښوونه او پند و. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 40

فَاصْبِرْ اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ وَّاسْتَغْفِرْ لِذَنْۢبِكَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ بِالْعَشِیِّ وَالْاِبْكَارِ ۟

نو ای پیغمبره! صبر وکړه د الله وعده رښتینې ده. د خپلې ګناه بښنه وغواړه. او ماښام او سهار د خپل رب صفت او ستاینه وایه. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 40

اِنَّ الَّذِیْنَ یُجَادِلُوْنَ فِیْۤ اٰیٰتِ اللّٰهِ بِغَیْرِ سُلْطٰنٍ اَتٰىهُمْ ۙ— اِنْ فِیْ صُدُوْرِهِمْ اِلَّا كِبْرٌ مَّا هُمْ بِبَالِغِیْهِ ۚ— فَاسْتَعِذْ بِاللّٰهِ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ السَّمِیْعُ الْبَصِیْرُ ۟

په رښتیا چې کوم کسان پرته له کوم راغلي دلیل د الله په ایتونو کې جګړې کوي د هغوی زړونه له کبر او لويي ډک دي. خو دغې لويي ته رسیدای نشي. د الله په نوم پناه غواړه بې له شکه هغه ښه اوریدونکی او ښه لیدونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 40

لَخَلْقُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ اَكْبَرُ مِنْ خَلْقِ النَّاسِ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

د اسمانونو اوځمکې پیدایښت د خلکو له پیدایښت نه ډير لوی او دروند کار دی خو ډير خلک پرې نه پوهیږي info
التفاسير:

external-link copy
58 : 40

وَمَا یَسْتَوِی الْاَعْمٰی وَالْبَصِیْرُ ۙ۬— وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَلَا الْمُسِیْٓءُ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تَتَذَكَّرُوْنَ ۟

ړوند او بینا سره هیڅکله نه شي برابریدای او نه صالح مؤمنان او بدکاران خو تاسې ډیر لږ پند اخلئ. info
التفاسير: