Traducción de los significados del Sagrado Corán - Traducción al pashto - Sarfaraz

Número de página:close

external-link copy
122 : 3

اِذْ هَمَّتْ طَّآىِٕفَتٰنِ مِنْكُمْ اَنْ تَفْشَلَا ۙ— وَاللّٰهُ وَلِیُّهُمَا ؕ— وَعَلَی اللّٰهِ فَلْیَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُوْنَ ۟

هغه وخت هم رایاد کړه چې کله ستاسې دوه ډلو[۲] دبې همتۍ اراده کړې وه، خو الله د هغوی پالونکی او ژغورونکی د او مؤمنانو باید یوازې پر الله توکل وکړي. info

[۲] د انصارو دوه ډلې له اوسیانو څخه بنو سلمة، او له خزرجیانو څخه بنو حارثه و( ابن جریر الطبری)

التفاسير:

external-link copy
123 : 3

وَلَقَدْ نَصَرَكُمُ اللّٰهُ بِبَدْرٍ وَّاَنْتُمْ اَذِلَّةٌ ۚ— فَاتَّقُوا اللّٰهَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟

الله پاک له تاسې سره په بدر کې هغه وخت کومک وکړ چې تاسې ډیر ناتوانه واست، نو له الله څخه وډارشئ تر څو تاسې د الله شکر وکړئ. info
التفاسير:

external-link copy
124 : 3

اِذْ تَقُوْلُ لِلْمُؤْمِنِیْنَ اَلَنْ یَّكْفِیَكُمْ اَنْ یُّمِدَّكُمْ رَبُّكُمْ بِثَلٰثَةِ اٰلٰفٍ مِّنَ الْمَلٰٓىِٕكَةِ مُنْزَلِیْنَ ۟ؕ

( هغه وخت هم یاد کړه) تا مؤمنانو ته ویل دا مو بس نه ده چې الله د درې زرو ملایکو په رالیږلو ستاسې ملاتړ وکړي؟ info
التفاسير:

external-link copy
125 : 3

بَلٰۤی ۙ— اِنْ تَصْبِرُوْا وَتَتَّقُوْا وَیَاْتُوْكُمْ مِّنْ فَوْرِهِمْ هٰذَا یُمْدِدْكُمْ رَبُّكُمْ بِخَمْسَةِ اٰلٰفٍ مِّنَ الْمَلٰٓىِٕكَةِ مُسَوِّمِیْنَ ۟

هو! که تاسې صبر وکړئ او له الله څخه وډارسئ او کافران پر تاسې ناببره یرغل وکړي الله به په پنځو زرو نښه لرونکو ملایکو ستاسې ملات وکړي. info
التفاسير:

external-link copy
126 : 3

وَمَا جَعَلَهُ اللّٰهُ اِلَّا بُشْرٰی لَكُمْ وَلِتَطْمَىِٕنَّ قُلُوْبُكُمْ بِهٖ ؕ— وَمَا النَّصْرُ اِلَّا مِنْ عِنْدِ اللّٰهِ الْعَزِیْزِ الْحَكِیْمِ ۟ۙ

دا کومک الله پاک یوازې ددې لپاره راولیږه چې تاسې پرې خوښ او زړونه مو ډاډمن شي که نه نو برې یوازې د زوره ور او حکیم الله له لورې دی او بس. info
التفاسير:

external-link copy
127 : 3

لِیَقْطَعَ طَرَفًا مِّنَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اَوْ یَكْبِتَهُمْ فَیَنْقَلِبُوْا خَآىِٕبِیْنَ ۟

تر څو الله پاک د کافرنو یو بازو او مټ پرې او یا یې له رسوا ماتې سره مخ کړي چې خورا زیانمن بیرته ولاړ شي. info
التفاسير:

external-link copy
128 : 3

لَیْسَ لَكَ مِنَ الْاَمْرِ شَیْءٌ اَوْ یَتُوْبَ عَلَیْهِمْ اَوْ یُعَذِّبَهُمْ فَاِنَّهُمْ ظٰلِمُوْنَ ۟

( ای محمده!) د کار واک له تاسره نشته دا واک له الله سره دی چې توبه یې مني [۳] او یا عذاب ورکوي ځکه چې دوي ظالمان دي. info

[۳] مسلمانوي یې( ابن جریر الطبری)

التفاسير:

external-link copy
129 : 3

وَلِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— یَغْفِرُ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیُعَذِّبُ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟۠

خاص د الله دي هغه چې په اسمانونو او هغه چې په ځمکه کې دي چاته یې چې خوښه شي بښي يې او چاته یې چې خوښه شي عذاب ورکوي الله ښه بښونکی او ډير مهربان دی. info
التفاسير:

external-link copy
130 : 3

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَاْكُلُوا الرِّبٰۤوا اَضْعَافًا مُّضٰعَفَةً ۪— وَّاتَّقُوا اللّٰهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَ ۟ۚ

ای مؤمنانو! څو چنده سود مه خورئ له الله څخه وډارشئ کیدای شي چې خلاصون مو په برخه شي. info
التفاسير:

external-link copy
131 : 3

وَاتَّقُوا النَّارَ الَّتِیْۤ اُعِدَّتْ لِلْكٰفِرِیْنَ ۟ۚ

او له هغه اور څخه وډارشئ چې د کافرانو لپاره تیار کړای شوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
132 : 3

وَاَطِیْعُوا اللّٰهَ وَالرَّسُوْلَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُوْنَ ۟ۚ

او دالله او رسول ومنئ کیدای شي چې رحم درباندې وشي. info
التفاسير: