Traducción de los significados del Sagrado Corán - Traducción al pashto - Sarfaraz

مریم

external-link copy
1 : 19

كٓهٰیٰعٓصٓ ۟

کهیعص info
التفاسير:

external-link copy
2 : 19

ذِكْرُ رَحْمَتِ رَبِّكَ عَبْدَهٗ زَكَرِیَّا ۟ۖۚ

دا ستا د رب د هغو مهربانیو یادونه ده چې په خپل بنده زکریایې لور ولې وه. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 19

اِذْ نَادٰی رَبَّهٗ نِدَآءً خَفِیًّا ۟

کله چې هغه خپل رب په پټه وباله. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 19

قَالَ رَبِّ اِنِّیْ وَهَنَ الْعَظْمُ مِنِّیْ وَاشْتَعَلَ الرَّاْسُ شَیْبًا وَّلَمْ اَكُنْ بِدُعَآىِٕكَ رَبِّ شَقِیًّا ۟

اوویې ویل ای زما ربه!زما هډوکي زاړه او سرمې له زوړوالي نه سپین پړک وهي زما ربه!ما چې کله هم له تانه څه غوښتي بې برخې شوی نه یم. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 19

وَاِنِّیْ خِفْتُ الْمَوَالِیَ مِنْ وَّرَآءِیْ وَكَانَتِ امْرَاَتِیْ عَاقِرًا فَهَبْ لِیْ مِنْ لَّدُنْكَ وَلِیًّا ۟ۙ

زه له ځانه وروسته د خپلوانو له کړنو څخه ډاریږم زما میرمن شنډه ده نو د خپلې لورینې له مخې یو ملاتړ را وبښه. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 19

یَّرِثُنِیْ وَیَرِثُ مِنْ اٰلِ یَعْقُوْبَ ۗ— وَاجْعَلْهُ رَبِّ رَضِیًّا ۟

چې زما وارث شي.او هم د یعقوب د کورنۍ وارث وي.او هغه یو منلی شوی انسان وګرځوه. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 19

یٰزَكَرِیَّاۤ اِنَّا نُبَشِّرُكَ بِغُلٰمِ ١سْمُهٗ یَحْیٰی ۙ— لَمْ نَجْعَلْ لَّهٗ مِنْ قَبْلُ سَمِیًّا ۟

الله وفرمایل:ای زکریا!مونږ د یحیې نومي هلک زیری در کوو له ده وړاندې مو هیڅوک په دې نوم نه دی نومولی. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 19

قَالَ رَبِّ اَنّٰی یَكُوْنُ لِیْ غُلٰمٌ وَّكَانَتِ امْرَاَتِیْ عَاقِرًا وَّقَدْ بَلَغْتُ مِنَ الْكِبَرِ عِتِیًّا ۟

زکریا وویل:پروردګاره!ځوی به مې څنګه پیدا شي په داسې حال کې چې ښځه مې شنډه او زه د زوړوالي اخرنۍ پولې ته رسیدلې یم؟ info
التفاسير:

external-link copy
9 : 19

قَالَ كَذٰلِكَ ۚ— قَالَ رَبُّكَ هُوَ عَلَیَّ هَیِّنٌ وَّقَدْ خَلَقْتُكَ مِنْ قَبْلُ وَلَمْ تَكُ شَیْـًٔا ۟

الله وفرمایل:هو!همداسې ده.ستا رب فرمائي چې دا ماته خورا اسانه ده او ته نه ګورې چې له دې نه وړاندې مې له نشت نه پیدا کړې. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 19

قَالَ رَبِّ اجْعَلْ لِّیْۤ اٰیَةً ؕ— قَالَ اٰیَتُكَ اَلَّا تُكَلِّمَ النَّاسَ ثَلٰثَ لَیَالٍ سَوِیًّا ۟

زکریا وویل:ای زما ربه یوه نښه راته وټاکه الله وفرمایل:ستا نښه داده.سره له دې چې ته به روغ رمټ وې درې شپې به له خلکو سره خبرې نه شې کولای. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 19

فَخَرَجَ عَلٰی قَوْمِهٖ مِنَ الْمِحْرَابِ فَاَوْحٰۤی اِلَیْهِمْ اَنْ سَبِّحُوْا بُكْرَةً وَّعَشِیًّا ۟

نو هغه له استوګن او عبادت ځای نه راووت او په اشارو سره یې خپل قوم ته وویل چې: سهار او ماښام د الله پاک تسبیح ووایې. info
التفاسير: