Traducción de los significados del Sagrado Corán - Traducción al pashto de Al-Mujtasar de la Exégesis del Sagrado Corán

بلد

Propósitos del Capítulo:
بيان افتقار الإنسان وكبده وسبل نجاته.
د انسان د احتياج، چل او ژغورلو د لارو بيان info

external-link copy
1 : 90

لَاۤ اُقْسِمُ بِهٰذَا الْبَلَدِ ۟ۙ

الله پر حرام ښار چې مکه مکرمه ده لوړه وکړه. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 90

وَاَنْتَ حِلٌّۢ بِهٰذَا الْبَلَدِ ۟ۙ

او ته ای رسوله! ازاد یې پدې ښار کې چې څه کوې، د چا په وژلو چې د وژلو مستحق وي او یا یې په بندي کولو د هغه چا چې د بندي کولو مستحق وي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 90

وَوَالِدٍ وَّمَا وَلَدَ ۟ۙ

او الله د بشر پر پلار لوړه وکړه، او پر هغه څه يې لوړه وکړه چې د هغه له نسل کوم اولاد پيداشوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 90

لَقَدْ خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ فِیْ كَبَدٍ ۟ؕ

پرته له شکه انسان مو په ستړيا او سختۍ کې پيداکړی، ځکه په دنيا کې ډېرې ستونزې ګالي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 90

اَیَحْسَبُ اَنْ لَّنْ یَّقْدِرَ عَلَیْهِ اَحَدٌ ۟ۘ

آيا انسان دا ګومان کوي چې کله هغه ګناهونه کوي پر هغه به هيڅوک هم برلاسی نه شي او غچ به ترې وانخلي، او که څه هم د هغه خپل پالونکی وي؟!. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 90

یَقُوْلُ اَهْلَكْتُ مَالًا لُّبَدًا ۟ؕ

وايي به: زښته ډېر مال مې ځينې د ځينو له پاسه ولګولو. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 90

اَیَحْسَبُ اَنْ لَّمْ یَرَهٗۤ اَحَدٌ ۟ؕ

آيا هغه څوک چې پر لګولو وياړي دا ګومان کوي چې الله يې نه ويني؟! او دا چې په خپل مال کې به حساب نه ورسره کوي چې له کوم ځايه يې ترلاسه کړ او په څه کې يې ولګوی؟!. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 90

اَلَمْ نَجْعَلْ لَّهٗ عَیْنَیْنِ ۟ۙ

آيا هغه لره مو دوې سترګې نه دې ورکړې چې پرې ويني؟. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 90

وَلِسَانًا وَّشَفَتَیْنِ ۟ۙ

او يوه ژبه او دوې شونډې چې پرې غږيږي؟! info
التفاسير:

external-link copy
10 : 90

وَهَدَیْنٰهُ النَّجْدَیْنِ ۟ۚ

او هغه ته مو د خير لاره او د باطل لاره ښودلې ده؟!. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 90

فَلَا اقْتَحَمَ الْعَقَبَةَ ۟ؗۖ

او له هغه غوښتل شوي و چې له هغه پېچومي واوړي چې له جنت څخه يې بېلوي؛ قطع يې دې کړي او ترې تېر دې شي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 90

وَمَاۤ اَدْرٰىكَ مَا الْعَقَبَةُ ۟ؕ

او اې رسوله! تاته څه معلومه ده چې هغه پېچومی څه دی چې له هغو په تېرېدلو سره جنت ته ننوځي؟!. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 90

فَكُّ رَقَبَةٍ ۟ۙ

هغه د يو نارينه يا ښځينه غلام آزادول دي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 90

اَوْ اِطْعٰمٌ فِیْ یَوْمٍ ذِیْ مَسْغَبَةٍ ۟ۙ

او يا د لوږې په ورځ خواړه ورکول دي چې د خوړو شتون کم وي. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 90

یَّتِیْمًا ذَا مَقْرَبَةٍ ۟ۙ

داسې ماشوم ته چې پلار يې مړ وي، له هغه سره خپلوي هم ولري. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 90

اَوْ مِسْكِیْنًا ذَا مَتْرَبَةٍ ۟ؕ

او يا داسې بې وزله ته چې هيڅ هم ونه لري. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 90

ثُمَّ كَانَ مِنَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ وَتَوَاصَوْا بِالْمَرْحَمَةِ ۟ؕ

بيا له هغو کسانو وي چې پر الله يې ايمان راوړی وي او ځينو يې ځينو ته پر پيروۍ کولو او له ګناهونو څخه په ډډه کولو او ستونزو پر زغملو وصيت کړی وي او ځينو يې ځينو ته د الله پر بندګانو د مهربانۍ وصيت کړی وي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 90

اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ الْمَیْمَنَةِ ۟ؕ

پر دغو صفتونو متصف خلک همدوی د ښي اړخ څښتنان دي. info
التفاسير:
Beneficios de los versículos de esta página:
• عتق الرقاب، وإطعام المحتاجين في وقت الشدة، والإيمان بالله، والتواصي بالصبر والرحمة: من أسباب دخول الجنة.
د مرېيانو آزادول، د سختۍ په وخت کې بې وزلو ته خواړه ورکول، پر الله ايمان راوړل، يوبل ته د زغم او مهربانۍ وصيت کول: جنت ته د ننوتلو له لاملونو څخه دي. info

• من دلائل النبوة إخباره أن مكة ستكون حلالًا له ساعة من نهار.
د نبوت له دلائلو څخه پردې خبره خبر ورکول دي چې مکه به د هغه لپاره د ورځې د يو ساعت لپاره حلاله وي. info

• لما ضيق الله طرق الرق وسع طرق العتق، فجعل الإعتاق من القربات والكفارات.
کله چې الله د غلامۍ لارې تنګې کړې نو د آزادۍ لارې يې پراخه کړې، دا چې د غلامانو آزادول يې کفارې او د ثواب کارونه وګرځول. info

external-link copy
19 : 90

وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِاٰیٰتِنَا هُمْ اَصْحٰبُ الْمَشْـَٔمَةِ ۟ؕ

او هغه کسان چې زموږ پر رسول زموږ لخوا د را نازل کړل شويو آيتونو څخه يې نټه کړې ده همدوی د چپ لاس څښتنان دي. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 90

عَلَیْهِمْ نَارٌ مُّؤْصَدَةٌ ۟۠

پر هغوی به د قيامت په ورځ اور را تړل شوی وي چې پکې عذابيږي به. info
التفاسير:
Beneficios de los versículos de esta página:
• أهمية تزكية النفس وتطهيرها.
د نفس د پاکوالي او سپېڅلتيا اهميت. info

• المتعاونون على المعصية شركاء في الإثم.
په ګناه کې له يو بل سره مرستندويان د هغې ګناه په سزا کې سره شريکان دي. info

• الذنوب سبب للعقوبات الدنيوية.
ګناهونه د دنيوي سزاوو لامل دي. info

• كلٌّ ميسر لما خلق له فمنهم مطيع ومنهم عاصٍ.
د هر چا لپاره هغه څه اسانه کړل شوي دي چې ورته پيداکړل شوی دی، نو ځينې پيروي کوونکي وي او ځينې ګناهکاره وي. info