Traducción de los significados del Sagrado Corán - Traducción al pashto de Al-Mujtasar de la Exégesis del Sagrado Corán

واقعه

Propósitos del Capítulo:
بيان أحوال العباد يوم المعاد.
د آخرت په ورځ د بنده ګانو د حالاتو بيان. info

external-link copy
1 : 56

اِذَا وَقَعَتِ الْوَاقِعَةُ ۟ۙ

او کله چې هرومرو قيامت را منځته شي. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 56

لَیْسَ لِوَقْعَتِهَا كَاذِبَةٌ ۟ۘ

هيڅوک به ونه موندل شي چې هغه درواغ وګڼي لکه څنګه يې چې په دنيا کې درواغ ګڼل کېدی. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 56

خَافِضَةٌ رَّافِعَةٌ ۟ۙ

بې لارې کافرانو لره اور ته په ننه اېستلو سره ښکته کوونکی دی، هغه مؤمنانو لره چې ځان ساتونکي دي د هغوی جنت ته په ننه اېستلو سره پورته کوونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 56

اِذَا رُجَّتِ الْاَرْضُ رَجًّا ۟ۙ

کله چې ځمکه په لويه لړزه ولړزول شي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 56

وَّبُسَّتِ الْجِبَالُ بَسًّا ۟ۙ

او غرونه ميده ميده ورژول شي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 56

فَكَانَتْ هَبَآءً مُّنْۢبَثًّا ۟ۙ

نو هغه غرونه له رژولو څخه خور ګرد شي چې هيڅ قرار ورلره نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 56

وَّكُنْتُمْ اَزْوَاجًا ثَلٰثَةً ۟ؕ

او په دغه ورځ کې به تاسې درې ډوله وئ. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 56

فَاَصْحٰبُ الْمَیْمَنَةِ ۙ۬— مَاۤ اَصْحٰبُ الْمَیْمَنَةِ ۟ؕ

نو هغه د ښي لاس خلک چې خپلې عملنامې يې په ښي اخلي، څومره د لوړې او لويې مرتبې والا دي! info
التفاسير:

external-link copy
9 : 56

وَاَصْحٰبُ الْمَشْـَٔمَةِ ۙ۬— مَاۤ اَصْحٰبُ الْمَشْـَٔمَةِ ۟ؕ

او د کيڼ لاس خلک چې خپلې عملنامې په کيڼ لاس اخلي، څومره سپک او بدې مرتبې والا دي! info
التفاسير:

external-link copy
10 : 56

وَالسّٰبِقُوْنَ السّٰبِقُوْنَ ۟ۙ

او هغه کسان چې په دنيا کې د ښېګڼو په کولو مخکې کېدونکي دي همغوی په آخرت کې جنت ته په ننوتلو مخکې کېدونکي دي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 56

اُولٰٓىِٕكَ الْمُقَرَّبُوْنَ ۟ۚ

همدوی د الله په وړاندې نېږدې کړل شوي دي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 56

فِیْ جَنّٰتِ النَّعِیْمِ ۟

د نعمتونو والا په جنتو کې به وي، چې په ډول ډول نعمتونو به خوندونه اخلي. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 56

ثُلَّةٌ مِّنَ الْاَوَّلِیْنَ ۟ۙ

يوه ډله به له دغه امته او له پخوانيو امتونو وي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 56

وَقَلِیْلٌ مِّنَ الْاٰخِرِیْنَ ۟ؕ

او په آخره زمانه کې به لږ خلک وي چې هغوی به له مخکېنيو نېږدې کړل شوو څخه وي.
info
التفاسير:

external-link copy
15 : 56

عَلٰی سُرُرٍ مَّوْضُوْنَةٍ ۟ۙ

پر داسې تختونو به وي چې له سرو زرو اوبدل شوي وي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 56

مُّتَّكِـِٕیْنَ عَلَیْهَا مُتَقٰبِلِیْنَ ۟

پر دغو تکيو به يوبل ته مخامخ ډډه وهونکي ناست وي، يو به د بل څټ نه ويني. info
التفاسير:
Beneficios de los versículos de esta página:
• دوام تذكر نعم الله وآياته سبحانه موجب لتعظيم الله وحسن طاعته.
د الله د نعمتونو او د هغه پاک ذات د نښانو د يادونې دوام د الله د درناوي او د هغه د ښې پېروۍ لامل کيږي. info

• انقطاع تكذيب الكفار بمعاينة مشاهد القيامة.
د قيامت په مخامخ ليدو سره د کافرانو د درواغ ګڼلو پای ته رسېدل. info

• تفاوت درجات أهل الجنة بتفاوت أعمالهم.
د جنتيانو د مرتبو توپير به د هغوی د کړنو د توپير پر بنسټ وي. info