Traducción de los significados del Sagrado Corán - Traducción al pashto de Al-Mujtasar de la Exégesis del Sagrado Corán

external-link copy
16 : 40

یَوْمَ هُمْ بَارِزُوْنَ ۚ۬— لَا یَخْفٰی عَلَی اللّٰهِ مِنْهُمْ شَیْءٌ ؕ— لِمَنِ الْمُلْكُ الْیَوْمَ ؕ— لِلّٰهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ ۟

په کومه ورځ چې هغوی په يو هموار میدان کې را ټول شي او له الله د هغوی هيڅ هم پټ نه وي، نه په خپله هغوی، نه يې کړنې او نه يې بدله،الله به پوښتنه وکړي:: نن پاچايي چا لره ده؟! يوازې يو ځواب به وي، پاچايي يوازې هغه الله لره ده چې په ذات، صفاتو او کړنو کې يو دی، داسې برلاسی دی چې پر هرڅه برلاسی دی او هر څه ورته غاړه اېښې ده. info
التفاسير:
Beneficios de los versículos de esta página:
• مَحَلُّ قبول التوبة الحياة الدنيا.
د توبې د قبلېدو ځای د دنيا ژوند دی. info

• نفع الموعظة خاص بالمنيبين إلى ربهم.
د نصيحت ګټه تر هغو خلکو پورې ځانګړې ده چې پالونکي ته په توبه کولو سره ورګرځېدونکي دي. info

• استقامة المؤمن لا تؤثر فيها مواقف الكفار الرافضة لدينه.
د مؤمن پر استقامت د هغو کافرانو موقفونه اغېز نه لري چې د هغه د دين ردوونکي دي. info

• خضوع الجبابرة والظلمة من الملوك لله يوم القيامة.
د قيامت په ورځ الله ته د جابرو او ظالمو پاچايانوغاړه اېښودل. info