Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Abu Zakaria

علق

external-link copy
1 : 96

اِقْرَاْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِیْ خَلَقَ ۟ۚ

96-1 ته د خپل هغه رب په نامه سره ولوله چې پیدا كړي يې دي (ټول مخلوقات) info
التفاسير:

external-link copy
2 : 96

خَلَقَ الْاِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ ۟ۚ

96-2 ده انسان له پرنې (ټوټې) وینې نه پیدا كړى دى info
التفاسير:

external-link copy
3 : 96

اِقْرَاْ وَرَبُّكَ الْاَكْرَمُ ۟ۙ

96-3 ته ولوله، په داسې حال كې چې ستا رب تر ټولو لوى كریم دى info
التفاسير:

external-link copy
4 : 96

الَّذِیْ عَلَّمَ بِالْقَلَمِ ۟ۙ

96-4 هغه چې په قلم سره يې ښوونه كړې ده info
التفاسير:

external-link copy
5 : 96

عَلَّمَ الْاِنْسَانَ مَا لَمْ یَعْلَمْ ۟ؕ

96-5 انسان ته يې هغه څه ښودلي دي چې دى پرې نه پوهېده info
التفاسير:

external-link copy
6 : 96

كَلَّاۤ اِنَّ الْاِنْسَانَ لَیَطْغٰۤی ۟ۙ

96-6 حقه دا خبره ده چې یقینًا انسان خامخا سركشي كوي info
التفاسير:

external-link copy
7 : 96

اَنْ رَّاٰهُ اسْتَغْنٰی ۟ؕ

96-7 په دې وجه چې دى خپل ځان ویني چې دى بې پروا (بې حاجته) شو info
التفاسير:

external-link copy
8 : 96

اِنَّ اِلٰی رَبِّكَ الرُّجْعٰی ۟ؕ

96-8 بېشكه خاص ستا رب ته بېرته ورتلل دي info
التفاسير:

external-link copy
9 : 96

اَرَءَیْتَ الَّذِیْ یَنْهٰی ۟ۙ

96-9 ته ما ته خبر راكړه د هغه كس چې منع كوي info
التفاسير:

external-link copy
10 : 96

عَبْدًا اِذَا صَلّٰی ۟ؕ

96-10 بنده (محمدﷺ) لره كله چې دى لمونځ كوي info
التفاسير:

external-link copy
11 : 96

اَرَءَیْتَ اِنْ كَانَ عَلَی الْهُدٰۤی ۟ۙ

96-11 ته ما ته خبر راكړه كه چېرې دغه (بنده) په هدایت وي info
التفاسير:

external-link copy
12 : 96

اَوْ اَمَرَ بِالتَّقْوٰی ۟ؕ

96-12 یا په تقوٰی (پرهېزګارۍ) سره حكم كوي info
التفاسير:

external-link copy
13 : 96

اَرَءَیْتَ اِنْ كَذَّبَ وَتَوَلّٰی ۟ؕ

96-13 ته ما ته خبر راكړه كه دغه (منع كوونكى) تكذیب كوي او (له حق نه) مخ اړوي info
التفاسير:

external-link copy
14 : 96

اَلَمْ یَعْلَمْ بِاَنَّ اللّٰهَ یَرٰی ۟ؕ

96-14 ایا دى نه پوهېږي چې بېشكه الله ویني؟ info
التفاسير:

external-link copy
15 : 96

كَلَّا لَىِٕنْ لَّمْ یَنْتَهِ ۙ۬— لَنَسْفَعًا بِالنَّاصِیَةِ ۟ۙ

96-15 داسې نه ده! قسم دى كه دى منع نشو، (نو) مونږ به (دى) خامخا ضرور ډېر سخت راكاږو د تندي (وچولي) په وېښتانو سره info
التفاسير:

external-link copy
16 : 96

نَاصِیَةٍ كَاذِبَةٍ خَاطِئَةٍ ۟ۚ

96-16 داسې تندى چې دروغجن (او) خطا كار دى info
التفاسير:

external-link copy
17 : 96

فَلْیَدْعُ نَادِیَهٗ ۟ۙ

96-17 نو دى دې خپل مجلس والا راوبلي info
التفاسير:

external-link copy
18 : 96

سَنَدْعُ الزَّبَانِیَةَ ۟ۙ

96-18 ژر ده چې مونږ به ډېر سخت تند خویه ملايك راوبلو info
التفاسير:

external-link copy
19 : 96

كَلَّا ؕ— لَا تُطِعْهُ وَاسْجُدْ وَاقْتَرِبْ ۟

96-19 داسې نه ده ته د ده خبره مه منه، او (الله ته) سجده كوه او (الله ته) ښه نژدې شه info
التفاسير: