Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Abu Zakaria

Page Number:close

external-link copy
52 : 7

وَلَقَدْ جِئْنٰهُمْ بِكِتٰبٍ فَصَّلْنٰهُ عَلٰی عِلْمٍ هُدًی وَّرَحْمَةً لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟

7-52 او یقینًا یقینًا مونږ دوى ته كتاب راوړى دى چې مونږ د علم له مخې په تفصیل سره بیان كړى دى، چې هدایت او رحمت دى د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي info
التفاسير:

external-link copy
53 : 7

هَلْ یَنْظُرُوْنَ اِلَّا تَاْوِیْلَهٗ ؕ— یَوْمَ یَاْتِیْ تَاْوِیْلُهٗ یَقُوْلُ الَّذِیْنَ نَسُوْهُ مِنْ قَبْلُ قَدْ جَآءَتْ رُسُلُ رَبِّنَا بِالْحَقِّ ۚ— فَهَلْ لَّنَا مِنْ شُفَعَآءَ فَیَشْفَعُوْا لَنَاۤ اَوْ نُرَدُّ فَنَعْمَلَ غَیْرَ الَّذِیْ كُنَّا نَعْمَلُ ؕ— قَدْ خَسِرُوْۤا اَنْفُسَهُمْ وَضَلَّ عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَفْتَرُوْنَ ۟۠

7-53 دوى انتظار نه كوي مګر د هغه (قیامت) د انجام، په هغې ورځ چې د هغه انجام راشي؛ (نو) هغه كسان به وايي چې دا يې مخكې هېر كړى و: یقینًا زمونږ د رب رسولان په حقه سره راغلي وو، نو ایا زمونږ لپاره څه سفارشیان شته چې زمونږ لپاره سفارش وكړي؟ یا مونږ واپس كړى شو، نو (بیا) له هغه عمل نه سِوا نور عمل وكړو چې مونږه كاوه، یقینًا دوى خپلو ځانونو ته نقصان رسولى دى او له دوى څخه هغه دروغ ورك شول چې دوى به جوړول info
التفاسير:

external-link copy
54 : 7

اِنَّ رَبَّكُمُ اللّٰهُ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ فِیْ سِتَّةِ اَیَّامٍ ثُمَّ اسْتَوٰی عَلَی الْعَرْشِ ۫— یُغْشِی الَّیْلَ النَّهَارَ یَطْلُبُهٗ حَثِیْثًا ۙ— وَّالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالنُّجُوْمَ مُسَخَّرٰتٍ بِاَمْرِهٖ ؕ— اَلَا لَهُ الْخَلْقُ وَالْاَمْرُ ؕ— تَبٰرَكَ اللّٰهُ رَبُّ الْعٰلَمِیْنَ ۟

7-54 بېشكه ستاسو رب هغه الله دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، بیا د عرش له پاسه برقراره شو، هغه په شپې سره ورځ پټوي، په دې حال كې چې دا (شپه) هغې (ورځ) لره په تلوار سره طلب كوي او (پیدا كړې يې ده) لمرسترګه، او سپوږمۍ او ستوري، چې د هغه په حكم سره مسخر كړى شوي دي، اګاه شئ! خاص هغه لره دي پیدا كول او حكم كول، ډېر بركت والا دى الله چې رب العلمین دى info
التفاسير:

external-link copy
55 : 7

اُدْعُوْا رَبَّكُمْ تَضَرُّعًا وَّخُفْیَةً ؕ— اِنَّهٗ لَا یُحِبُّ الْمُعْتَدِیْنَ ۟ۚ

7-55 تاسو خپل رب وبلئ په عاجزۍ سره او په پټه سره، بېشكه هغه له حد نه تېرېدونكي نه خوښوي info
التفاسير:

external-link copy
56 : 7

وَلَا تُفْسِدُوْا فِی الْاَرْضِ بَعْدَ اِصْلَاحِهَا وَادْعُوْهُ خَوْفًا وَّطَمَعًا ؕ— اِنَّ رَحْمَتَ اللّٰهِ قَرِیْبٌ مِّنَ الْمُحْسِنِیْنَ ۟

7-56 او تاسو په ځمكه كې ورانى مه كوئ، د هغې له اصلاح نه پس، او تاسو هغه (الله) رابلئ په وېرې سره او په طمع سره، بېشكه د الله رحمت نېكي كوونكو ته ډېر نژدې دى info
التفاسير:

external-link copy
57 : 7

وَهُوَ الَّذِیْ یُرْسِلُ الرِّیٰحَ بُشْرًاۢ بَیْنَ یَدَیْ رَحْمَتِهٖ ؕ— حَتّٰۤی اِذَاۤ اَقَلَّتْ سَحَابًا ثِقَالًا سُقْنٰهُ لِبَلَدٍ مَّیِّتٍ فَاَنْزَلْنَا بِهِ الْمَآءَ فَاَخْرَجْنَا بِهٖ مِنْ كُلِّ الثَّمَرٰتِ ؕ— كَذٰلِكَ نُخْرِجُ الْمَوْتٰی لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُوْنَ ۟

7-57 او دى همغه ذات دى چې هواګانې لېږي، چې د هغه له رحمت نه وړاندې زېرى وركوونكې وي، تر دې چې كله دا (هواګانې) درنې ورېځې راپورته كړي (، نو) مونږ هغه مړ ښار ته روانوو، نو مونږ په دې سره اوبه نازلوو، نو په هغو سره هر قسمه مېوې راوباسو، همدارنګه به مونږ مړي راوباسو (راژوندي كوو)، د دې لپاره چې تاسو نصیحت ومنئ info
التفاسير: