Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz

Page Number:close

external-link copy
14 : 72

وَّاَنَّا مِنَّا الْمُسْلِمُوْنَ وَمِنَّا الْقٰسِطُوْنَ ؕ— فَمَنْ اَسْلَمَ فَاُولٰٓىِٕكَ تَحَرَّوْا رَشَدًا ۟

او بې شکه چې زمونږ ځیني مسلمانان دي،او ځیني مو ظالمان او کاږه دي.نو چا چې الله ته ځان وسپاره د روغې لارې د میندلو هڅه یې وکړه. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 72

وَاَمَّا الْقٰسِطُوْنَ فَكَانُوْا لِجَهَنَّمَ حَطَبًا ۟ۙ

او هغه چې کاږه او ظالمان دي د جهنم لرګي(خس او خاشاک)دي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 72

وَّاَنْ لَّوِ اسْتَقَامُوْا عَلَی الطَّرِیْقَةِ لَاَسْقَیْنٰهُمْ مَّآءً غَدَقًا ۟ۙ

او ای محمده!ووایه چې ماته وحي شوې ده چې که هغوی د اسلام په لار سم شول نو مونږ به یې خامخا په ډیرو اوبو خړوبه کړو. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 72

لِّنَفْتِنَهُمْ فِیْهِ ؕ— وَمَنْ یُّعْرِضْ عَنْ ذِكْرِ رَبِّهٖ یَسْلُكْهُ عَذَابًا صَعَدًا ۟ۙ

تر څو یې په دې نعمت وازمایو.او هر څوک چې د خپل رب له یادونې څخه مخ وګرځوي نو سخت عذاب ته به یې بوځي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 72

وَّاَنَّ الْمَسٰجِدَ لِلّٰهِ فَلَا تَدْعُوْا مَعَ اللّٰهِ اَحَدًا ۟ۙ

او دا هم راته وحې شوې چې جوماتونه د الله دي نو له الله سره بل څوک مه رابلئ. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 72

وَّاَنَّهٗ لَمَّا قَامَ عَبْدُ اللّٰهِ یَدْعُوْهُ كَادُوْا یَكُوْنُوْنَ عَلَیْهِ لِبَدًا ۟ؕ۠

او راته وحي شوې چې:کله د الله بنده(محمد صلی الله علیه وسلم)پورته شو او الله پاک یې باله نو انسانانو او پیریانو پرې ګڼه ګوڼه او ازدحام جوړ کړ. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 72

قُلْ اِنَّمَاۤ اَدْعُوْا رَبِّیْ وَلَاۤ اُشْرِكُ بِهٖۤ اَحَدًا ۟

(ای محمده!)ووایه چې زه یوازې خپل رب بلم او له هغه سره هیڅوک نه برابروم. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 72

قُلْ اِنِّیْ لَاۤ اَمْلِكُ لَكُمْ ضَرًّا وَّلَا رَشَدًا ۟

ووایه چې تاسې ته تاوان او یا ښوونه زما په توان کې نه ده. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 72

قُلْ اِنِّیْ لَنْ یُّجِیْرَنِیْ مِنَ اللّٰهِ اَحَدٌ ۙ۬— وَّلَنْ اَجِدَ مِنْ دُوْنِهٖ مُلْتَحَدًا ۟ۙ

ووایه چې هیڅوک ما له الله څخه ژغورلی نه شي.او نه پرته له هغه څخه بل پناه ځای پیدا کولای شم. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 72

اِلَّا بَلٰغًا مِّنَ اللّٰهِ وَرِسٰلٰتِهٖ ؕ— وَمَنْ یَّعْصِ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ فَاِنَّ لَهٗ نَارَ جَهَنَّمَ خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا ۟ؕ

زما دنده یوازې همداده چې د الله پیغام تاسې ته ورسوم.او هر څوک چې له الله او له رسول څخه یې سرغړوي نو بې شکه چې د ورتګ ځای یې دجهنم اور دی او د تل لپاره به پکې وي. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 72

حَتّٰۤی اِذَا رَاَوْا مَا یُوْعَدُوْنَ فَسَیَعْلَمُوْنَ مَنْ اَضْعَفُ نَاصِرًا وَّاَقَلُّ عَدَدًا ۟

تر څو چې په(غبرګو سترګو)هغه څه ویني چې اوس يي ورسره وعده کیږي.نو هلته به پوه شي چې د چا ملاتړ ډیر کمزوری او د چا شمیر ډیر لږ دی؟ info
التفاسير:

external-link copy
25 : 72

قُلْ اِنْ اَدْرِیْۤ اَقَرِیْبٌ مَّا تُوْعَدُوْنَ اَمْ یَجْعَلُ لَهٗ رَبِّیْۤ اَمَدًا ۟

(ای محمده!)ووایه:زه نه پوهیږم هغه څه چې زما رب یې درسره وعده کړې نژدې ده او که زما رب ورته یوه لرې موده تاکلې ده. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 72

عٰلِمُ الْغَیْبِ فَلَا یُظْهِرُ عَلٰی غَیْبِهٖۤ اَحَدًا ۟ۙ

په پټو ښه پوهیږي او خپل پټ څیزونه هیچاته نه ښکاره کوي. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 72

اِلَّا مَنِ ارْتَضٰی مِنْ رَّسُوْلٍ فَاِنَّهٗ یَسْلُكُ مِنْ بَیْنِ یَدَیْهِ وَمِنْ خَلْفِهٖ رَصَدًا ۟ۙ

مګر یوازې هغو رسولانو ته چې خوښ یې کړي د څو کیدارو ملایکو په ملتیا ځیني پټ رازونه وايي. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 72

لِّیَعْلَمَ اَنْ قَدْ اَبْلَغُوْا رِسٰلٰتِ رَبِّهِمْ وَاَحَاطَ بِمَا لَدَیْهِمْ وَاَحْصٰی كُلَّ شَیْءٍ عَدَدًا ۟۠

د ملایکو ملتیا رسول پوهوي چې د رب پیغامونه یې په بشپړ ډول ورته ورسول.او الله په هغه څه پوره احاطه کړې ده چې له ملایکو او رسولانو سره دي او هر څه یي په شمیر سره ګڼلي دي. info
التفاسير: