Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz

Page Number:close

external-link copy
11 : 71

یُّرْسِلِ السَّمَآءَ عَلَیْكُمْ مِّدْرَارًا ۟ۙ

هغه په تاسې له بره څخه ورښتونه ووروي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 71

وَّیُمْدِدْكُمْ بِاَمْوَالٍ وَّبَنِیْنَ وَیَجْعَلْ لَّكُمْ جَنّٰتٍ وَّیَجْعَلْ لَّكُمْ اَنْهٰرًا ۟ؕ

په مالونو او ځامنو سره به مو ملاتړ وکړي باغونه به در کړي.او ویالې به درته تاندې کړي. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 71

مَا لَكُمْ لَا تَرْجُوْنَ لِلّٰهِ وَقَارًا ۟ۚ

تاسې ولې د الله لوړوالی او لوی والی نه ستایې؟ info
التفاسير:

external-link copy
14 : 71

وَقَدْ خَلَقَكُمْ اَطْوَارًا ۟

په داسې حال کې چې تاسې یې پړاو په پړاو پیدا کړي يي. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 71

اَلَمْ تَرَوْا كَیْفَ خَلَقَ اللّٰهُ سَبْعَ سَمٰوٰتٍ طِبَاقًا ۟ۙ

تاسې نه ګورئ چې الله پاک څرنګه اوه اسمانونه یو د بل د پاسه پيدا کړي دي؟ info
التفاسير:

external-link copy
16 : 71

وَّجَعَلَ الْقَمَرَ فِیْهِنَّ نُوْرًا وَّجَعَلَ الشَّمْسَ سِرَاجًا ۟

سپوږمۍ یي پکې رڼا او لمر يې روښانه او پړ کیدونکی څراغ ګرځولی دی؟ info
التفاسير:

external-link copy
17 : 71

وَاللّٰهُ اَنْۢبَتَكُمْ مِّنَ الْاَرْضِ نَبَاتًا ۟ۙ

الله تاسې له ځمکې څخه را زرغون کړي یاست؟ info
التفاسير:

external-link copy
18 : 71

ثُمَّ یُعِیْدُكُمْ فِیْهَا وَیُخْرِجُكُمْ اِخْرَاجًا ۟

بیا مو همدې ته ګرځوي او بیا به مو بیرته ترې راوباسي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 71

وَاللّٰهُ جَعَلَ لَكُمُ الْاَرْضَ بِسَاطًا ۟ۙ

او الله درته ځمکه فرش وغوړوله. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 71

لِّتَسْلُكُوْا مِنْهَا سُبُلًا فِجَاجًا ۟۠

تر څو یې په لویو او ارتو لارو ولاړ شئ. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 71

قَالَ نُوْحٌ رَّبِّ اِنَّهُمْ عَصَوْنِیْ وَاتَّبَعُوْا مَنْ لَّمْ یَزِدْهُ مَالُهٗ وَوَلَدُهٗۤ اِلَّا خَسَارًا ۟ۚ

نوح وویل:زما ربه!هغوی له ما څخه سرغړونه او د هغه چا مننه وکړه چې مالونه او اولادونه یې سرکښه کړي وو. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 71

وَمَكَرُوْا مَكْرًا كُبَّارًا ۟ۚ

لویه دسیسه یي وکړه. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 71

وَقَالُوْا لَا تَذَرُنَّ اٰلِهَتَكُمْ وَلَا تَذَرُنَّ وَدًّا وَّلَا سُوَاعًا ۙ۬— وَّلَا یَغُوْثَ وَیَعُوْقَ وَنَسْرًا ۟ۚ

او ویې ویل:باید خپل خدایان پرې نږدئ باید ود،سواع یغوث،یعوق او نسر بوتان پرې نږدئ. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 71

وَقَدْ اَضَلُّوْا كَثِیْرًا ۚ۬— وَلَا تَزِدِ الظّٰلِمِیْنَ اِلَّا ضَلٰلًا ۟

او په تحقیق چې ډیر یې بې لارې کړل.نو ای زما ربه!ته هم ظالمانو ته یوازې بې لارې او عذاب ور زیات کړه info
التفاسير:

external-link copy
25 : 71

مِمَّا خَطِیْٓـٰٔتِهِمْ اُغْرِقُوْا فَاُدْخِلُوْا نَارًا ۙ۬— فَلَمْ یَجِدُوْا لَهُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ اَنْصَارًا ۟

د خپلو ګناهونو له کبله غرق کړای شول.او په اور کې ننویستلی شول نو پرته له الله یې هیڅ ملاتړ ونه مینده. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 71

وَقَالَ نُوْحٌ رَّبِّ لَا تَذَرْ عَلَی الْاَرْضِ مِنَ الْكٰفِرِیْنَ دَیَّارًا ۟

نوح وویل:زما ربه!د یو کافر کور هم د ځمکې په مخ مه پریږده. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 71

اِنَّكَ اِنْ تَذَرْهُمْ یُضِلُّوْا عِبَادَكَ وَلَا یَلِدُوْۤا اِلَّا فَاجِرًا كَفَّارًا ۟

که تا پريښوول نو:ستا بنده ګان به بې لارې کړي او پرته له بې باکو او ناشکرو کافرانو څخه به بل څه ونه زیږوي. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 71

رَبِّ اغْفِرْ لِیْ وَلِوَالِدَیَّ وَلِمَنْ دَخَلَ بَیْتِیَ مُؤْمِنًا وَّلِلْمُؤْمِنِیْنَ وَالْمُؤْمِنٰتِ ؕ— وَلَا تَزِدِ الظّٰلِمِیْنَ اِلَّا تَبَارًا ۟۠

ای زما ربه! ما وبښه مور او پلار مې وبښه او هغه وبښه چې زما کور ته منونکي ننوځي.ټول نارینه مؤمنان او ټولې مؤمنې ښځې وبښه.او د ظالمانو لپاره پرته له بربادۍ او هلاکت څخه بل څه مه ور زیاتوه. info
التفاسير: