Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz

external-link copy
46 : 7

وَبَیْنَهُمَا حِجَابٌ ۚ— وَعَلَی الْاَعْرَافِ رِجَالٌ یَّعْرِفُوْنَ كُلًّا بِسِیْمٰىهُمْ ۚ— وَنَادَوْا اَصْحٰبَ الْجَنَّةِ اَنْ سَلٰمٌ عَلَیْكُمْ ۫— لَمْ یَدْخُلُوْهَا وَهُمْ یَطْمَعُوْنَ ۟

ددې دواړو ډلو په مینځ کې به یوه پوله او پرده وي ـ د پولي په سر به ځیني سړي ناست وي چې دوزخیان او جنتیان به له نښو څخه پيژني. د جنت پر خلکو به غږ کوي سلام پر تاسې. په خپله به لا جنت ته تللې نه وي خو هیله به یې لري. info
التفاسير: