Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz

external-link copy
161 : 7

وَاِذْ قِیْلَ لَهُمُ اسْكُنُوْا هٰذِهِ الْقَرْیَةَ وَكُلُوْا مِنْهَا حَیْثُ شِئْتُمْ وَقُوْلُوْا حِطَّةٌ وَّادْخُلُوا الْبَابَ سُجَّدًا نَّغْفِرْ لَكُمْ خَطِیْٓـٰٔتِكُمْ ؕ— سَنَزِیْدُ الْمُحْسِنِیْنَ ۟

او کله چې هغوی ته وویل شو چې دغه کلې ته ولاړ او چیرې مو چې څه خوښ وي هغه خورئ او زمونږ ګناهونه وبښه شعار په ویلو سره په دروازه سجده کوونکي ور داخل شئ نو مونږ به ستاسې ګناهونه وبښو. او د نیکوکارانو بدل به نور هم ډیر کړو. info
التفاسير: