Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz

external-link copy
95 : 6

اِنَّ اللّٰهَ فَالِقُ الْحَبِّ وَالنَّوٰی ؕ— یُخْرِجُ الْحَیَّ مِنَ الْمَیِّتِ وَمُخْرِجُ الْمَیِّتِ مِنَ الْحَیِّ ؕ— ذٰلِكُمُ اللّٰهُ فَاَنّٰی تُؤْفَكُوْنَ ۟

بې شکه چې الله پاک دانې او زړې څیروي او زرغونوي یې. ژوندی له مړي راوبایسي او مړی له ژوندي. دغه واکمن الله دی نو تاسې په کوم لور ګرځولای شئ. info
التفاسير: