Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz

external-link copy
150 : 6

قُلْ هَلُمَّ شُهَدَآءَكُمُ الَّذِیْنَ یَشْهَدُوْنَ اَنَّ اللّٰهَ حَرَّمَ هٰذَا ۚ— فَاِنْ شَهِدُوْا فَلَا تَشْهَدْ مَعَهُمْ ۚ— وَلَا تَتَّبِعْ اَهْوَآءَ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا وَالَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ وَهُمْ بِرَبِّهِمْ یَعْدِلُوْنَ ۟۠

ووایه چې هغه شاهدان مو را وړاندی کړئ چې په دې شاهدي ورکوي چې الله دا څیزونه حرام کړي دي. نو که هغوی په درواغو شاهدي وویله ته ورسره شاهدي مه وایه. او د هغو کسانو هیلو پسې مه ځه چې زمونږ ایتونه یې درواغ ګڼلي په اخرت ایمان نه راوړي او له خپل رب سره نور څیزونه برابروي. info
التفاسير: