Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz

Page Number:close

external-link copy
28 : 54

وَنَبِّئْهُمْ اَنَّ الْمَآءَ قِسْمَةٌ بَیْنَهُمْ ۚ— كُلُّ شِرْبٍ مُّحْتَضَرٌ ۟

او ورته څرګنده کړه چې اوبه د دوی او اوښې ترمینځ په نوبت دي.هر څوک به خپل نوبت ته حاضریږي. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 54

فَنَادَوْا صَاحِبَهُمْ فَتَعَاطٰی فَعَقَرَ ۟

خپل بد بخته ملګرې یې راوغوښت یو له بل سره یې لاس ور کړ او ښه یي زخمي کړه. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 54

فَكَیْفَ كَانَ عَذَابِیْ وَنُذُرِ ۟

نووګوره چې څرنګه وو زمونږ عذاب؟او زمونږ ډارول؟ info
التفاسير:

external-link copy
31 : 54

اِنَّاۤ اَرْسَلْنَا عَلَیْهِمْ صَیْحَةً وَّاحِدَةً فَكَانُوْا كَهَشِیْمِ الْمُحْتَظِرِ ۟

مونږ یوازې یوه چیغه ورولیږله ناببره د شپول د پروړی په شان ځپ،ځپ شوی وو. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 54

وَلَقَدْ یَسَّرْنَا الْقُرْاٰنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُّدَّكِرٍ ۟

او په یقین چې مونږ قران د پند اخیستلو لپاره اسان کړی دی.ایا شته کوم پند اخیستونکی؟ info
التفاسير:

external-link copy
33 : 54

كَذَّبَتْ قَوْمُ لُوْطٍۭ بِالنُّذُرِ ۟

د لوط قوم هم ډاروونکي درواغجن ګڼل. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 54

اِنَّاۤ اَرْسَلْنَا عَلَیْهِمْ حَاصِبًا اِلَّاۤ اٰلَ لُوْطٍ ؕ— نَجَّیْنٰهُمْ بِسَحَرٍ ۟ۙ

مونږ پرې کاڼي ویشتونکی باد راوالوزاوه خو د لوط کورنۍ وژغورل وه.په سپیده چاود کې مو هغو یته نجات ورکړ. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 54

نِّعْمَةً مِّنْ عِنْدِنَا ؕ— كَذٰلِكَ نَجْزِیْ مَنْ شَكَرَ ۟

دا زمونږ لورینه وه.او زمونږ هر شکر کوونکي ته په همدې ډول بدله ورکوو. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 54

وَلَقَدْ اَنْذَرَهُمْ بَطْشَتَنَا فَتَمَارَوْا بِالنُّذُرِ ۟

په یقین چې لوط هغوی زمونږ له نیولو نه ډارولی وو. خو هغوی ډاروونکو ته د شک په سترګه کتل. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 54

وَلَقَدْ رَاوَدُوْهُ عَنْ ضَیْفِهٖ فَطَمَسْنَاۤ اَعْیُنَهُمْ فَذُوْقُوْا عَذَابِیْ وَنُذُرِ ۟

او د هغه د میلمنو د لاس ته راوړلو پوره هڅه یي وکړه خو مونږ په سترګو ړانده کړل.او ورته مو وویل:چې اوس زما د عذاب او ډارولو خوند واخلئ. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 54

وَلَقَدْ صَبَّحَهُمْ بُكْرَةً عَذَابٌ مُّسْتَقِرٌّ ۟ۚ

سهار وختي پرې پوخ او نه خوځیدونکی عذاب راښکته شو. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 54

فَذُوْقُوْا عَذَابِیْ وَنُذُرِ ۟

نو وڅکئ زما عذاب او دارول. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 54

وَلَقَدْ یَسَّرْنَا الْقُرْاٰنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُّدَّكِرٍ ۟۠

او په یقین چې مونږ قران د پند اخیستو لپاره اسان کړی دی.ایا شته پند اخیستونکی؟ info
التفاسير:

external-link copy
41 : 54

وَلَقَدْ جَآءَ اٰلَ فِرْعَوْنَ النُّذُرُ ۟ۚ

د فرعون خلکو ته ډاروونکي راغلي وو. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 54

كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا كُلِّهَا فَاَخَذْنٰهُمْ اَخْذَ عَزِیْزٍ مُّقْتَدِرٍ ۟

زمونږ ټولې نښې یې درواغ وګڼلې نو مونږ د یوه برلاسي او پیاوړي ځواک په توګه ونیول. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 54

اَكُفَّارُكُمْ خَیْرٌ مِّنْ اُولٰٓىِٕكُمْ اَمْ لَكُمْ بَرَآءَةٌ فِی الزُّبُرِ ۟ۚ

ایا ننه ني کافران له پرونیو کافرانو څخه غوره دي؟او که په کتابونو کې ستاسې خلاصون اعلان شوی دی؟ info
التفاسير:

external-link copy
44 : 54

اَمْ یَقُوْلُوْنَ نَحْنُ جَمِیْعٌ مُّنْتَصِرٌ ۟

ایا هغوی وايې چې مونږ یو موټې او یو د بل بدل اخیستونکي یو؟ info
التفاسير:

external-link copy
45 : 54

سَیُهْزَمُ الْجَمْعُ وَیُوَلُّوْنَ الدُّبُرَ ۟

ډیر ژر به دا ډله ماته او مخ په څټ تیښته به وکړي. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 54

بَلِ السَّاعَةُ مَوْعِدُهُمْ وَالسَّاعَةُ اَدْهٰی وَاَمَرُّ ۟

بلکې داصلي ماتې وعده ځای ئې قیامت دی.او هغه خورا سخت او تریخ وخت دی. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 54

اِنَّ الْمُجْرِمِیْنَ فِیْ ضَلٰلٍ وَّسُعُرٍ ۟ۘ

بې شکه چې مجرمان په ګمراهۍ کې اخته او له سوزوونکي اور سره مخ دي. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 54

یَوْمَ یُسْحَبُوْنَ فِی النَّارِ عَلٰی وُجُوْهِهِمْ ؕ— ذُوْقُوْا مَسَّ سَقَرَ ۟

هغه ورځ چې پړ مخ پر مخونو په اور کې راکش،او ورته به وویل شي چې:اوس د دوزخ خوند وڅکئ. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 54

اِنَّا كُلَّ شَیْءٍ خَلَقْنٰهُ بِقَدَرٍ ۟

او بې له شکه مونږ هر شی په تاکلې اندازه پیدا کړی دی. info
التفاسير: