Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz

external-link copy
34 : 40

وَلَقَدْ جَآءَكُمْ یُوْسُفُ مِنْ قَبْلُ بِالْبَیِّنٰتِ فَمَا زِلْتُمْ فِیْ شَكٍّ مِّمَّا جَآءَكُمْ بِهٖ ؕ— حَتّٰۤی اِذَا هَلَكَ قُلْتُمْ لَنْ یَّبْعَثَ اللّٰهُ مِنْ بَعْدِهٖ رَسُوْلًا ؕ— كَذٰلِكَ یُضِلُّ اللّٰهُ مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ مُّرْتَابُ ۟ۚۖ

له دې نه وړاندې یوسف له ښو ښکاره دلایلو سره تاسې ته راغلی ؤ خو تاسې د هغه د راوړي پیغام په هکله شکمن واست، تر څو چې هغه مړ شو نو بیا تاسې ویل: الله به له دې وروسته هیڅوک د پیغمبر په توګه راونه لیږي. او په همدې توګه الله پاک هغه کسان لار ورکې کوي چې له پولو اوښتي او شکي وي. info
التفاسير: