Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz

external-link copy
131 : 4

وَلِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— وَلَقَدْ وَصَّیْنَا الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَاِیَّاكُمْ اَنِ اتَّقُوا اللّٰهَ ؕ— وَاِنْ تَكْفُرُوْا فَاِنَّ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ غَنِیًّا حَمِیْدًا ۟

او خاص د الله دي هغه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي او مونږ هغو خلکو ته چې له تاسې پخوا مو کتاب ورکړی ؤ امر کړی ؤ او تاسې ته یې هم کوو چې له الله څخه وډار شئ او که تاسې کافران شواست نو بې شکه چې خاص د الله دي هغه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي او الله پاک بې پروا او ښه ستایلی شوی دی. info
التفاسير: