Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz

external-link copy
121 : 3

وَاِذْ غَدَوْتَ مِنْ اَهْلِكَ تُبَوِّئُ الْمُؤْمِنِیْنَ مَقَاعِدَ لِلْقِتَالِ ؕ— وَاللّٰهُ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟ۙ

او هغه وخت را یاد کړه چې سهار وختي له کور څخه ووتلې او مسلمانانو ته دې د جنګ ځایونه تیارول، الله ښه اوریدونکی او ښه پوه دی. info
التفاسير: