Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz

شعراء

external-link copy
1 : 26

طٰسٓمّٓ ۟

ظسم. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 26

تِلْكَ اٰیٰتُ الْكِتٰبِ الْمُبِیْنِ ۟

دا د یوه روښانه کتاب ایتونه دي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 26

لَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَّفْسَكَ اَلَّا یَكُوْنُوْا مُؤْمِنِیْنَ ۟

ښايې ته ځان د مرګ تر پولې غمجن کړې چې هغوی ولې ایمان نه راوي؟ info
التفاسير:

external-link copy
4 : 26

اِنْ نَّشَاْ نُنَزِّلْ عَلَیْهِمْ مِّنَ السَّمَآءِ اٰیَةً فَظَلَّتْ اَعْنَاقُهُمْ لَهَا خٰضِعِیْنَ ۟

که مونږ وغواړو نو اسمان څخه به پرې یوه نښه راښکته او هغوی به په خپله ورته غاړه ټیټه کړي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 26

وَمَا یَاْتِیْهِمْ مِّنْ ذِكْرٍ مِّنَ الرَّحْمٰنِ مُحْدَثٍ اِلَّا كَانُوْا عَنْهُ مُعْرِضِیْنَ ۟

د مهربان خدای له لورې چې ورته هر نوی پند راشي نو دوی ترې مخ اړوي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 26

فَقَدْ كَذَّبُوْا فَسَیَاْتِیْهِمْ اَنْۢبٰٓؤُا مَا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟

هو! خبره يي درواغ وګڼله نو ژر دی چې د هغې خبرې پای ورته راشي چې دوی پرې ملنډې وهلې. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 26

اَوَلَمْ یَرَوْا اِلَی الْاَرْضِ كَمْ اَنْۢبَتْنَا فِیْهَا مِنْ كُلِّ زَوْجٍ كَرِیْمٍ ۟

ایا ځمکې ته نه ګوري چې مونږ پکې څومره غوره جنسونه راپورته کړي دي؟ info
التفاسير:

external-link copy
8 : 26

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

په رښتیا چې په دې کې غټه نښه شته خو د هغوی ډیر خلک خبره نه مني. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 26

وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠

او بې له شکه ستا رب په هر څه برلاسی او خورا مهربان دی. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 26

وَاِذْ نَادٰی رَبُّكَ مُوْسٰۤی اَنِ ائْتِ الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ ۟ۙ

او هغه را په زړه کړه چې ستا رب پر موسی غږ وکړ چې د ظالم قوم په لور ولاړ شه. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 26

قَوْمَ فِرْعَوْنَ ؕ— اَلَا یَتَّقُوْنَ ۟

د فرعون قوم ته هغوی ولې له خپل رب څخه نه ډاریږي؟ info
التفاسير:

external-link copy
12 : 26

قَالَ رَبِّ اِنِّیْۤ اَخَافُ اَنْ یُّكَذِّبُوْنِ ۟ؕ

موسی وویل: ای زما ربه! له ماسره ویره ده چې ما به درواغجن وګڼي. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 26

وَیَضِیْقُ صَدْرِیْ وَلَا یَنْطَلِقُ لِسَانِیْ فَاَرْسِلْ اِلٰی هٰرُوْنَ ۟

زړه مي تنګیږي او ژبه مې هم ښه روانه نه ده. نو هارون هم د پیغمبر په توګه ولیږه. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 26

وَلَهُمْ عَلَیَّ ذَنْۢبٌ فَاَخَافُ اَنْ یَّقْتُلُوْنِ ۟ۚۖ

او هغوی پر ما د یوې ګناه دعوه لري ډاریږم چې وبه مي وژني[۱۱]. info

[۱۱] ما به ووژني او د دعوت رسولو کار به نیمګړی پاتې شي( البحر المحیط).

التفاسير:

external-link copy
15 : 26

قَالَ كَلَّا ۚ— فَاذْهَبَا بِاٰیٰتِنَاۤ اِنَّا مَعَكُمْ مُّسْتَمِعُوْنَ ۟

الله وفرمایل: نه! هغوی هیڅ نشي کولی. تاسې دواړه زما له ایتونو سره ورشئ زه له تاسې سره یم او هر څه اورم. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 26

فَاْتِیَا فِرْعَوْنَ فَقُوْلَاۤ اِنَّا رَسُوْلُ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ

دواړه فرعون ته ورشئ او ورته ووايې چې: مونږ د رب العالمین استازي یو. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 26

اَنْ اَرْسِلْ مَعَنَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ؕ

بنې اسرائیل له مونږ سره پریږده. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 26

قَالَ اَلَمْ نُرَبِّكَ فِیْنَا وَلِیْدًا وَّلَبِثْتَ فِیْنَا مِنْ عُمُرِكَ سِنِیْنَ ۟ۙ

فرعون وویل: ایا ته مې په خپله غیږ کې د کوچنې ځوی په توګه نه يي روزلی؟ او تا زمونږ په مینځ کې څو کلونه ژوند نه دی تیر کړی؟ info
التفاسير:

external-link copy
19 : 26

وَفَعَلْتَ فَعْلَتَكَ الَّتِیْ فَعَلْتَ وَاَنْتَ مِنَ الْكٰفِرِیْنَ ۟

او بالاخره دې خپل هغه کار وکړ چې تا کړی او زمونږ له نظام نه سرغړوونکی وې. info
التفاسير: