Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz

external-link copy
40 : 22

١لَّذِیْنَ اُخْرِجُوْا مِنْ دِیَارِهِمْ بِغَیْرِ حَقٍّ اِلَّاۤ اَنْ یَّقُوْلُوْا رَبُّنَا اللّٰهُ ؕ— وَلَوْلَا دَفْعُ اللّٰهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِیَعٌ وَّصَلَوٰتٌ وَّمَسٰجِدُ یُذْكَرُ فِیْهَا اسْمُ اللّٰهِ كَثِیْرًا ؕ— وَلَیَنْصُرَنَّ اللّٰهُ مَنْ یَّنْصُرُهٗ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَقَوِیٌّ عَزِیْزٌ ۟

هغه کسان دي چې له خپلو کورونو څخه په ناحقه یوازې په دې ګناه وشړلی شول چې ویل به یې:زمونږ رب ایکي یو الله دی.هو!که الله پاک د ځینو خلکو په واسطه د نورو مخه نه نیوای نو د راهبانو چیله خانې،د عیسویانو او د یهودیانو کلیساګانې او د مسلمانانو هغه جوماتونه به ټول نړول شوي وای چې د الله نوم پکې ډیر یادیږي. او الله به خامخا د هغو کسانو ملا وتړي چې د هغه د دین ملاتړي وي.بي له شکه الله ډیر توانا او په هر څه برلاسی دی. info
التفاسير: