Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz

Page Number:close

external-link copy
91 : 21

وَالَّتِیْۤ اَحْصَنَتْ فَرْجَهَا فَنَفَخْنَا فِیْهَا مِنْ رُّوْحِنَا وَجَعَلْنٰهَا وَابْنَهَاۤ اٰیَةً لِّلْعٰلَمِیْنَ ۟

او هغه انجلۍ هم را یاده کړه چې خپله لمن یې پاکه ساتلې وه. مونږ پکې خپل روح پو،هغه او د هغې ځوی مو د ټولو خلکو لپاره یوه نښه وګرځوله. info
التفاسير:

external-link copy
92 : 21

اِنَّ هٰذِهٖۤ اُمَّتُكُمْ اُمَّةً وَّاحِدَةً ۖؗ— وَّاَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُوْنِ ۟

هو!ستاسې د ټولو دین یو او زه مو رب یم.نو یوازې زما عبادت وکړئ. info
التفاسير:

external-link copy
93 : 21

وَتَقَطَّعُوْۤا اَمْرَهُمْ بَیْنَهُمْ ؕ— كُلٌّ اِلَیْنَا رٰجِعُوْنَ ۟۠

خو خلکو خپل کار په خپله ټوټه،ټوټه او په جلا،جلا لارو ولاړل.په داسې حال کې چې ټول به بیرته ماته راګرځیږي. info
التفاسير:

external-link copy
94 : 21

فَمَنْ یَّعْمَلْ مِنَ الصّٰلِحٰتِ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَا كُفْرَانَ لِسَعْیِهٖ ۚ— وَاِنَّا لَهٗ كٰتِبُوْنَ ۟

نو هر څوک چې ښې کړنې وکړي او ایمان ورسره وي نو هڅې به یې بابیزه نه،بلکې مونږ یې لیکونکي یو. info
التفاسير:

external-link copy
95 : 21

وَحَرٰمٌ عَلٰی قَرْیَةٍ اَهْلَكْنٰهَاۤ اَنَّهُمْ لَا یَرْجِعُوْنَ ۟

دا خبره پخه ده چې د کومو خلکو د هلاکولو تکل مونږ کړی وي.هغوی بیرته توبې ته نشي راګرځیدای. info
التفاسير:

external-link copy
96 : 21

حَتّٰۤی اِذَا فُتِحَتْ یَاْجُوْجُ وَمَاْجُوْجُ وَهُمْ مِّنْ كُلِّ حَدَبٍ یَّنْسِلُوْنَ ۟

تر هغو چې د زو زو،مازو زو مخه خلاصه او هغوی له هر لوړ ځای نه په منډو وي. info
التفاسير:

external-link copy
97 : 21

وَاقْتَرَبَ الْوَعْدُ الْحَقُّ فَاِذَا هِیَ شَاخِصَةٌ اَبْصَارُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ؕ— یٰوَیْلَنَا قَدْ كُنَّا فِیْ غَفْلَةٍ مِّنْ هٰذَا بَلْ كُنَّا ظٰلِمِیْنَ ۟

او د حقې وعدې د پوره کیدو وخت رالنډ شو نو ناببره به د هغو کسانو چې کافران شوي،سترګې ټیغې راووځي.او وایې به وای زمونږ بده بخته!مونږ خو له دې کار نه بالکل بې پروا،بلکې په رښتیا چې ظالمان وو. info
التفاسير:

external-link copy
98 : 21

اِنَّكُمْ وَمَا تَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ حَصَبُ جَهَنَّمَ ؕ— اَنْتُمْ لَهَا وٰرِدُوْنَ ۟

الله به ورته وفرمايې تاسې او هغه چې تاسو یې پرته له الله عبادت کاوه د دوزخ د سون مواد یاست.تاسې هملته ورتلونکي یاست. info
التفاسير:

external-link copy
99 : 21

لَوْ كَانَ هٰۤؤُلَآءِ اٰلِهَةً مَّا وَرَدُوْهَا ؕ— وَكُلٌّ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟

که چیرې ستاسې نیول شوي خدایان رښتیا خدایان وای نو هلته به نه وو ننوتلي او ټول به[۱۳]د تل لپاره په جهنم کې وي. info

[۱۳] مشرکان او نیولي خدایان به یي لکه بوتان،شیطانان او هغه چې د دوی په عبادت کولو خوښ وو.ټول په جهنم کې یو ځای تل تر تله وي.(فتح القدیر)

التفاسير:

external-link copy
100 : 21

لَهُمْ فِیْهَا زَفِیْرٌ وَّهُمْ فِیْهَا لَا یَسْمَعُوْنَ ۟

هلته به یې چیغې او کوکارې وي او هیڅ به نشي اوریدای. info
التفاسير:

external-link copy
101 : 21

اِنَّ الَّذِیْنَ سَبَقَتْ لَهُمْ مِّنَّا الْحُسْنٰۤی ۙ— اُولٰٓىِٕكَ عَنْهَا مُبْعَدُوْنَ ۟ۙ

خو د کومو کسانو په هکله چې زمونږ د ښیګڼې پریکړه له وړاندې نه شوې ده له جهنم نه لرې[۱۴]کړي شوي دي. info

[۱۴] لکه عزیر،عیسي،مریم او د الله نور نیک بنده ګان چې دوی په خدایې نیولي وو(البحر المحیط).

التفاسير: