Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz

external-link copy
170 : 2

وَاِذَا قِیْلَ لَهُمُ اتَّبِعُوْا مَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ قَالُوْا بَلْ نَتَّبِعُ مَاۤ اَلْفَیْنَا عَلَیْهِ اٰبَآءَنَا ؕ— اَوَلَوْ كَانَ اٰبَآؤُهُمْ لَا یَعْقِلُوْنَ شَیْـًٔا وَّلَا یَهْتَدُوْنَ ۟

او کله چې هغوی ته وویل شو چې: هغه څه ومنئ چې الله نازل کړی دي هغوی وویل: نه بلکې مونږ یوازې د هغه څه پسې ځو چې پلرونو مو پرې میندلي دي، هو! دوی همدا کوي که څه هم پلرونه یې نه په څه پوهیدل او نه یې روغه لیار میندلې وه. info
التفاسير: