Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz

external-link copy
145 : 2

وَلَىِٕنْ اَتَیْتَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ بِكُلِّ اٰیَةٍ مَّا تَبِعُوْا قِبْلَتَكَ ۚ— وَمَاۤ اَنْتَ بِتَابِعٍ قِبْلَتَهُمْ ۚ— وَمَا بَعْضُهُمْ بِتَابِعٍ قِبْلَةَ بَعْضٍ ؕ— وَلَىِٕنِ اتَّبَعْتَ اَهْوَآءَهُمْ مِّنْ بَعْدِ مَا جَآءَكَ مِنَ الْعِلْمِ ۙ— اِنَّكَ اِذًا لَّمِنَ الظّٰلِمِیْنَ ۟ۘ

که اهل کتابو ته هره نښه ( او دلیل) وړاندې کړې ستا قبله نه مني او نه ته د هغوی قبله منې او هغوی په خپلو مینځونو کې هم په یوه قبله نه دي راټول شوي نو که سره له دې چې تاته پوره معلومات درکړ شوي دي بیا هم د هغوی هیلو ته سر ټیټ کړې نو بې له شکه به ته د ظالمانو له ډلې څخه یې. info
التفاسير: