Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz

external-link copy
83 : 18

وَیَسْـَٔلُوْنَكَ عَنْ ذِی الْقَرْنَیْنِ ؕ— قُلْ سَاَتْلُوْا عَلَیْكُمْ مِّنْهُ ذِكْرًا ۟ؕ

ای محمده!هغوی له تانه د ذوالقرنین[۱]په هکله پوښتنه کوي.ووایه چې زه به ډیر ژر تاسې ته د هغه څه حال ووایم. info

[۱] ذوالقرنین څوک وو؟په دې هکله روایتونه دي څوک وايي دا سکند اعظم څوک یې نور څوک بولي او د ذوالقرنین معنې ده دوه ښکرونو والا.دې سړي ته د دوه ښکرونو والا لقب ځکه ورکړی شو چې دختیځ او لویدیځ واکمن وو.دوه قرنه یې عمر وو.تاج یي دوه پاڼې درلودې.په سر کې یې دویښتانو دوه کوڅۍ وې.ظاهرې او باطنې علم ورسره وو(تفسیر الماوردی).

التفاسير: