Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz

external-link copy
23 : 14

وَاُدْخِلَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا بِاِذْنِ رَبِّهِمْ ؕ— تَحِیَّتُهُمْ فِیْهَا سَلٰمٌ ۟

او داخل به کړای شي مؤمنان او د نیکو کړنو څښتنان هغو جنتونو ته چې د نعمتونو ویالې به پکې بهیږي د الله د حکم له مخې به تل تر تله هملته وي. او د سلام په ویلو سره به ښه راغلاست ورته ویل کیږي[۲۲]. info

[۲۲] سلام په دنیا کې د روغتیا غوښتلو دعا د او په اخرت کې د ورغتیا او سلامتیا میندلو مبارکي ده.

التفاسير: