Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto Translation - Rowwad Translation Center

external-link copy
164 : 6

قُلْ اَغَیْرَ اللّٰهِ اَبْغِیْ رَبًّا وَّهُوَ رَبُّ كُلِّ شَیْءٍ ؕ— وَلَا تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ اِلَّا عَلَیْهَا ۚ— وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِّزْرَ اُخْرٰی ۚ— ثُمَّ اِلٰی رَبِّكُمْ مَّرْجِعُكُمْ فَیُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ فِیْهِ تَخْتَلِفُوْنَ ۟

ورته وايه: آيا له الله پرته بل څوك رب ولټوم؟ حال دا چې هماغه د هر څه رب دى، او هر څوك چې څه ترلاسه كوي نو ذمه واري يې له هغه پرته په بل چا نه وي او هېڅ بار وړونكى به د بل بار نه وړي، وروسته مو خپل رب لور ته ستنېدل دي، بيا به مو په هغه څه خبر كړي چې تاسو پكې شخړه كوله. info
التفاسير: