Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto Translation - Rowwad Translation Center

Page Number:close

external-link copy
19 : 55

مَرَجَ الْبَحْرَیْنِ یَلْتَقِیٰنِ ۟ۙ

هغه دوه دریابونه (داسې) بهولي چې سره نښتي دي. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 55

بَیْنَهُمَا بَرْزَخٌ لَّا یَبْغِیٰنِ ۟ۚ

خو ترمنځ يې يوه پرده ده چې يو پر بل نه ورګډيږي. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
22 : 55

یَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَالْمَرْجَانُ ۟ۚ

له هغو دواړو ملغرې او مرجان راوزي. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
24 : 55

وَلَهُ الْجَوَارِ الْمُنْشَاٰتُ فِی الْبَحْرِ كَالْاَعْلَامِ ۟ۚ

او هغه (الله) لره په درياب كې د غرونو غوندې لوړې چلېدونكې بېړۍ دي. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟۠

پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
26 : 55

كُلُّ مَنْ عَلَیْهَا فَانٍ ۟ۚۖ

هغه ټول چې پر هغې (ځمكه) دي، فنا كېدونكي دي. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 55

وَّیَبْقٰی وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلٰلِ وَالْاِكْرَامِ ۟ۚ

او (يوازې) ستا د پالونکي مخ (ذات) پاتې كيږي چې د لوى شان او عزت څښتن دى. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
29 : 55

یَسْـَٔلُهٗ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— كُلَّ یَوْمٍ هُوَ فِیْ شَاْنٍ ۟ۚ

څوك چې په آسمانونو او ځمكه كې دي، ټول هغه ته سوالونه كوي. هغه هره ورځ (تل) په يو څه كار كې دى. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
31 : 55

سَنَفْرُغُ لَكُمْ اَیُّهَ الثَّقَلٰنِ ۟ۚ

زر دی موږ به به ستاسو طرف ته متوجه (او فارغ) شو ای پیریانو او انسانانو. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
33 : 55

یٰمَعْشَرَ الْجِنِّ وَالْاِنْسِ اِنِ اسْتَطَعْتُمْ اَنْ تَنْفُذُوْا مِنْ اَقْطَارِ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ فَانْفُذُوْا ؕ— لَا تَنْفُذُوْنَ اِلَّا بِسُلْطٰنٍ ۟ۚ

اې د پېريانو او انسانو ډلې! كه تاسو كولاى شئ چې د آسمانونو او ځمكې له څنډو (بهر) وتښتئ نو وتښتئ! خو تاسي له ډېر ځواك پرته نه شئ تښتېداى. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
35 : 55

یُرْسَلُ عَلَیْكُمَا شُوَاظٌ مِّنْ نَّارٍ ۙ۬— وَّنُحَاسٌ فَلَا تَنْتَصِرٰنِ ۟ۚ

پر تاسې دواړو به د اور لمبې او لوګي راخوشې كړى شي بيا به مقابله نه شئ كولاى. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
37 : 55

فَاِذَا انْشَقَّتِ السَّمَآءُ فَكَانَتْ وَرْدَةً كَالدِّهَانِ ۟ۚ

نو كله چې آسمان وچوي او تك سور ګل د سرې څرمنې غوندې شي. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
39 : 55

فَیَوْمَىِٕذٍ لَّا یُسْـَٔلُ عَنْ ذَنْۢبِهٖۤ اِنْسٌ وَّلَا جَآنٌّ ۟ۚ

نو په هغه ورځ به نه انسان له خپلې ګناه وپوښتل شي او نه كوم پېرى. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
41 : 55

یُعْرَفُ الْمُجْرِمُوْنَ بِسِیْمٰهُمْ فَیُؤْخَذُ بِالنَّوَاصِیْ وَالْاَقْدَامِ ۟ۚ

مجرمان به پر خپلو خپلو نښو پېژندل کيږي او له تنديو او پښو به رانيول کيږي. info
التفاسير: