Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto Translation - Rowwad Translation Center

فتح

external-link copy
1 : 48

اِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِیْنًا ۟ۙ

بېشكه تاته مو برى دركړ، يو څرګند برى. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 48

لِّیَغْفِرَ لَكَ اللّٰهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْۢبِكَ وَمَا تَاَخَّرَ وَیُتِمَّ نِعْمَتَهٗ عَلَیْكَ وَیَهْدِیَكَ صِرَاطًا مُّسْتَقِیْمًا ۟ۙ

څو الله ستا مخکېنۍ او وروستۍ ګناه (ټوله) درته وبخښي او خپل نعمت درباندې بشپړ كړي او سيده لار درته وښايي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 48

وَّیَنْصُرَكَ اللّٰهُ نَصْرًا عَزِیْزًا ۟

او مرسته وکړي الله ستا سره مرسته د عزت والا. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 48

هُوَ الَّذِیْۤ اَنْزَلَ السَّكِیْنَةَ فِیْ قُلُوْبِ الْمُؤْمِنِیْنَ لِیَزْدَادُوْۤا اِیْمَانًا مَّعَ اِیْمَانِهِمْ ؕ— وَلِلّٰهِ جُنُوْدُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَلِیْمًا حَكِیْمًا ۟ۙ

خاص الله تعالی همغه ذات دى چې رالیږلې یې ده تسلي (یقین) په زړونو د مومنانو کې د دې لپاره چې زیات شي ایمان، سره د ایمان د دوی، او خاص الله تعالی لره دي لښکرې د آسمانونو او زمکې او الله تعالی دی ډېر پوه او حکمت والا. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 48

لِّیُدْخِلَ الْمُؤْمِنِیْنَ وَالْمُؤْمِنٰتِ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا وَیُكَفِّرَ عَنْهُمْ سَیِّاٰتِهِمْ ؕ— وَكَانَ ذٰلِكَ عِنْدَ اللّٰهِ فَوْزًا عَظِیْمًا ۟ۙ

د دې لپاره چې مومنان او مومنانې داسې جنتونو ته ننباسي چې ترې لاندې يې ويالې بهيږي، تلپاتې به وي په هغو كې او ګناهونه به ترې ورژوي او د الله پر وړاندې دغه يو ستر برى دى. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 48

وَّیُعَذِّبَ الْمُنٰفِقِیْنَ وَالْمُنٰفِقٰتِ وَالْمُشْرِكِیْنَ وَالْمُشْرِكٰتِ الظَّآنِّیْنَ بِاللّٰهِ ظَنَّ السَّوْءِ ؕ— عَلَیْهِمْ دَآىِٕرَةُ السَّوْءِ ۚ— وَغَضِبَ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ وَلَعَنَهُمْ وَاَعَدَّ لَهُمْ جَهَنَّمَ ؕ— وَسَآءَتْ مَصِیْرًا ۟

او تر څو منافقان او منافقانې او مشركان او مشركانې په عذاب كړي، هغوى چې په الله د بدۍ ګومان كوونكي دي، ناوړه پېر (دوران) دې پر هغوى وي، او الله پر هغوى غضب كړى، رټلي يې دي او جهنم يې ورته چمتو كړى او ډېر بد ځاى د ورتلو دى. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 48

وَلِلّٰهِ جُنُوْدُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَزِیْزًا حَكِیْمًا ۟

او الله لره د آسمانونو او ځمكې لښكرې دي او الله برلاسى حكمت والا دى. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 48

اِنَّاۤ اَرْسَلْنٰكَ شَاهِدًا وَّمُبَشِّرًا وَّنَذِیْرًا ۟ۙ

پرته له شکه ته مو د شاهد، زېرى وركوونكي او وېروونكي په توګه لېږلى يې. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 48

لِّتُؤْمِنُوْا بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ وَتُعَزِّرُوْهُ وَتُوَقِّرُوْهُ ؕ— وَتُسَبِّحُوْهُ بُكْرَةً وَّاَصِیْلًا ۟

تر څو تاسي (مسلمانان) په الله او رسول يې ايمان راوړئ، مرسته يې وكړئ او درناوى يې وكړئ او سهار او ماښام د هغه (الله) تسبيح وواياست. info
التفاسير: