Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto Translation - Rowwad Translation Center

Page Number:close

external-link copy
61 : 43

وَاِنَّهٗ لَعِلْمٌ لِّلسَّاعَةِ فَلَا تَمْتَرُنَّ بِهَا وَاتَّبِعُوْنِ ؕ— هٰذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِیْمٌ ۟

او بېشكه هغه (عيسى) د قيامت لپاره يوه نښه ده، نو شک پكې مه كوئ او زما پيروي وكړئ، همدا سيده لاره ده. info
التفاسير:

external-link copy
62 : 43

وَلَا یَصُدَّنَّكُمُ الشَّیْطٰنُ ۚ— اِنَّهٗ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِیْنٌ ۟

او شيطان مو له حقه وانه ړوي، په رېښتيا هغه ستاسو څرګند غليم دی. info
التفاسير:

external-link copy
63 : 43

وَلَمَّا جَآءَ عِیْسٰی بِالْبَیِّنٰتِ قَالَ قَدْ جِئْتُكُمْ بِالْحِكْمَةِ وَلِاُبَیِّنَ لَكُمْ بَعْضَ الَّذِیْ تَخْتَلِفُوْنَ فِیْهِ ۚ— فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟

او كله چې عيسى له څرګندو نښانو سره راغى وېلې دا دى تاسو ته مې حكمت راوړى او (بل) د دې لپاره (راغلم) تر څو ځينې هغه شيان درته بيان كړم چې تاسي پكې اختلاف كوئ، نو له الله وډار شئ او زما خبره ومنئ. info
التفاسير:

external-link copy
64 : 43

اِنَّ اللّٰهَ هُوَ رَبِّیْ وَرَبُّكُمْ فَاعْبُدُوْهُ ؕ— هٰذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِیْمٌ ۟

بېشكه همغه الله زما او ستاسي رب دى نو (يوازې) د هغه عبادت وکړئ، دا نېغه لاره ده. info
التفاسير:

external-link copy
65 : 43

فَاخْتَلَفَ الْاَحْزَابُ مِنْ بَیْنِهِمْ ۚ— فَوَیْلٌ لِّلَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مِنْ عَذَابِ یَوْمٍ اَلِیْمٍ ۟

خو بيا هغه ډلې خپل منځ كې سره واوښتې، نو د هغو خلكو لپاره تباهي ده چې ظلمونه يې كړي، د يوې دردوونکې ورځې له عذابه. info
التفاسير:

external-link copy
66 : 43

هَلْ یَنْظُرُوْنَ اِلَّا السَّاعَةَ اَنْ تَاْتِیَهُمْ بَغْتَةً وَّهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟

هغوى پرته له قيامته د بل شي انتظار نه كوي، چې يو ناڅاپه ورته راشي او هغوى خبر هم نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
67 : 43

اَلْاَخِلَّآءُ یَوْمَىِٕذٍ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ اِلَّا الْمُتَّقِیْنَ ۟ؕ۠

په دنیا کې چې کومې دوستانې دي یو د بل سره دا به په قیامت کې په دښمنۍ بدلې شي مګر د پرهیزګارانو دوستانې به پر ځای وي. info
التفاسير:

external-link copy
68 : 43

یٰعِبَادِ لَا خَوْفٌ عَلَیْكُمُ الْیَوْمَ وَلَاۤ اَنْتُمْ تَحْزَنُوْنَ ۟ۚ

ای زما (نېكو) بندګانو! نن پر تاسي نه څه وېره شته او نه به تاسي خپه كېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
69 : 43

اَلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِاٰیٰتِنَا وَكَانُوْا مُسْلِمِیْنَ ۟ۚ

هغوى چې زموږ په آيتونو يې ايمان راوړى او مسلمانان وو. info
التفاسير:

external-link copy
70 : 43

اُدْخُلُوا الْجَنَّةَ اَنْتُمْ وَاَزْوَاجُكُمْ تُحْبَرُوْنَ ۟

تاسي او مېرمنې مو جنت ته ننوځئ (چې هلته به) خوشاله كړى شئ. info
التفاسير:

external-link copy
71 : 43

یُطَافُ عَلَیْهِمْ بِصِحَافٍ مِّنْ ذَهَبٍ وَّاَكْوَابٍ ۚ— وَفِیْهَا مَا تَشْتَهِیْهِ الْاَنْفُسُ وَتَلَذُّ الْاَعْیُنُ ۚ— وَاَنْتُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟ۚ

پر هغوى به د سرو زرو كاسې او ګېلاسونه ګرځولى شي او څه چې زړونه يې غواړي او سترګې خوند ترې اخلي، هلته به وي او تاسي به تل پكې اوسېدونكي ياست. info
التفاسير:

external-link copy
72 : 43

وَتِلْكَ الْجَنَّةُ الَّتِیْۤ اُوْرِثْتُمُوْهَا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟

او دا هغه جنت دى چې تاسي ته په ميراث دركړی شو، په هغو عملونو سره چې تاسي به كول. info
التفاسير:

external-link copy
73 : 43

لَكُمْ فِیْهَا فَاكِهَةٌ كَثِیْرَةٌ مِّنْهَا تَاْكُلُوْنَ ۟

هلته به ستاسي لپاره ډېره مېوه وي، چې له هغو به تاسي خورئ. info
التفاسير: