Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto Translation - Rowwad Translation Center

Page Number:close

external-link copy
64 : 27

اَمَّنْ یَّبْدَؤُا الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیْدُهٗ وَمَنْ یَّرْزُقُكُمْ مِّنَ السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ ؕ— ءَاِلٰهٌ مَّعَ اللّٰهِ ؕ— قُلْ هَاتُوْا بُرْهَانَكُمْ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

آیا هغه څوك چې د پيدايښت پيل كوي او بيا يې (هم) تكراروي؟ او هغه څوک چې له آسمان او ځمكې تاسو ته روزي دركوي [چې هغه یوالله دی]؟ آيا دې الله سره كوم بل معبود شریک شته [چې دا کارونه وکړي ]؟ ورته وايه كه تاسي رښتيني ياست دليل مو راوړئ. info
التفاسير:

external-link copy
65 : 27

قُلْ لَّا یَعْلَمُ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ الْغَیْبَ اِلَّا اللّٰهُ ؕ— وَمَا یَشْعُرُوْنَ اَیَّانَ یُبْعَثُوْنَ ۟

ورته ووايه: په آسمانو او ځمكه كې هيڅوك په غيبو نه پوهيږي او هغوى (په دې هم) نه پوهيږي چې كله به راپاڅول كيږي؟ info
التفاسير:

external-link copy
66 : 27

بَلِ ادّٰرَكَ عِلْمُهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ ۫— بَلْ هُمْ فِیْ شَكٍّ مِّنْهَا ۫— بَلْ هُمْ مِّنْهَا عَمُوْنَ ۟۠

بلكې د آخرت په هكله د هغوى علم ختم شوى دى، (نه) بلكې هغوى له هغه نه په شك كې لاڅه چې ترې ړانده دي. info
التفاسير:

external-link copy
67 : 27

وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا ءَاِذَا كُنَّا تُرٰبًا وَّاٰبَآؤُنَاۤ اَىِٕنَّا لَمُخْرَجُوْنَ ۟

او كافران وايي: آيا كله چې موږ او زموږ پلرونه خاورې شوي يو؛ نو آيا بيا را اېستل كېدونكي يو. info
التفاسير:

external-link copy
68 : 27

لَقَدْ وُعِدْنَا هٰذَا نَحْنُ وَاٰبَآؤُنَا مِنْ قَبْلُ ۙ— اِنْ هٰذَاۤ اِلَّاۤ اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟

بې شكه دا ژمنه خو له موږ سره او مخكې زموږ له پلرونو سره هم شوې وه، دا همغه د پخوانيو له درواغجنو كيسو پرته بل څه نه دي. info
التفاسير:

external-link copy
69 : 27

قُلْ سِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَانْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُجْرِمِیْنَ ۟

ورته ووايه: په ځمكه كې وګرځئ، بيا وګورئ چې د مجرمانو پايله څنګه وه. info
التفاسير:

external-link copy
70 : 27

وَلَا تَحْزَنْ عَلَیْهِمْ وَلَا تَكُنْ فِیْ ضَیْقٍ مِّمَّا یَمْكُرُوْنَ ۟

پر هغوى مه خپه كېږه او مه يې په هغو چلونو زړه تنګى كېږه چې هغوى يې جوړوي. info
التفاسير:

external-link copy
71 : 27

وَیَقُوْلُوْنَ مَتٰی هٰذَا الْوَعْدُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

او هغوى وايي چې (ښه) دا ژمنه به كله وي، كه تاسي رښتيني ياست؟ info
التفاسير:

external-link copy
72 : 27

قُلْ عَسٰۤی اَنْ یَّكُوْنَ رَدِفَ لَكُمْ بَعْضُ الَّذِیْ تَسْتَعْجِلُوْنَ ۟

ووايه د كوم عذاب لپاره چې تاسي بيړه كوئ كيدى شي د هغه يوه برخه تاسي ته بيخي نږدې شوې وې [تاسو امید ولرئ]. info
التفاسير:

external-link copy
73 : 27

وَاِنَّ رَبَّكَ لَذُوْ فَضْلٍ عَلَی النَّاسِ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَشْكُرُوْنَ ۟

او يقيناً ستا رب هرومرو پر خلكو د لورينې څښتن دى خو هغوى زياتره شكر نه باسي. info
التفاسير:

external-link copy
74 : 27

وَاِنَّ رَبَّكَ لَیَعْلَمُ مَا تُكِنُّ صُدُوْرُهُمْ وَمَا یُعْلِنُوْنَ ۟

او بې شكه ستا رب خامخا په هغه څه پوهيږي چې د هغوى سينو دننه پټ كړي او څه چې هغوى يې څرګندوي. info
التفاسير:

external-link copy
75 : 27

وَمَا مِنْ غَآىِٕبَةٍ فِی السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ اِلَّا فِیْ كِتٰبٍ مُّبِیْنٍ ۟

او په آسمان او ځمكه كې هيڅ داسې كوم پټ شى نشته چې په يو څرګند كتاب كې نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
76 : 27

اِنَّ هٰذَا الْقُرْاٰنَ یَقُصُّ عَلٰی بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اَكْثَرَ الَّذِیْ هُمْ فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ ۟

بې شكه دا قرآن بني اسرائيلو ته زياتره هغه خبرې بيانوي چې هغوى پكې اختلاف كوي. info
التفاسير: