Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran

external-link copy
46 : 9

وَلَوْ اَرَادُوا الْخُرُوْجَ لَاَعَدُّوْا لَهٗ عُدَّةً وَّلٰكِنْ كَرِهَ اللّٰهُ انْۢبِعَاثَهُمْ فَثَبَّطَهُمْ وَقِیْلَ اقْعُدُوْا مَعَ الْقٰعِدِیْنَ ۟

که چېرې دوی په خپله دعوه کې ريښتونې وی چې دوی له تا سره د الله تعالی په لار کې جهاد ته وځي، نو دوی به هرومرو ځانونه چمتو کړی وو، او سامانونه به یې برابر کړی وی، لیکن د دوی وتل له تا سره د الله تعالی بد راغله، نو پر دوی وتل دروند تمام شول، تر دې چې په کور کښیناستل يې غوره کړل. info
التفاسير:
Benefits of the verses in this page:
• وجوب الجهاد بالنفس والمال كلما دعت الحاجة.
د اړتیا پر مهال په ځان او مال د جهاد کول واجب کېدل. info

• الأيمان الكاذبة توجب الهلاك.
د دروغو قسمونه د هلاکت لامل ګرځي. info

• وجوب الاحتراز من العجلة، ووجوب التثبت والتأني، وترك الاغترار بظواهر الأمور، والمبالغة في التفحص والتريث.
د چټکتیا څخه ځان ژغورل، او په کار کې د تحقیق او سوج کولو واجب کېدل، او د چارو په ښکاره بڼه نه غولېدل، او په تحقیق او څېړنه او ورسته والي کې زیاتوالی کول. info

• من عناية الله بالمؤمنين تثبيطه المنافقين ومنعهم من الخروج مع عباده المؤمنين، رحمة بالمؤمنين ولطفًا من أن يداخلهم من لا ينفعهم بل يضرهم.
مومنانو لره د الله تعالی د ساتنې يو ډول دا دی چې منافقان یې سست کړل، او د دوی سره یې د وتلو څخه منع کړل، د خپلې پېرزویې او لورینې له مخې چې د دوی لیکو ته داسې څوک نننوځي چې د دوی په ګټه نه وي، بلکه د دوی په زیان وي. info