Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran

Page Number:close

external-link copy
23 : 89

وَجِایْٓءَ یَوْمَىِٕذٍ بِجَهَنَّمَ ۙ۬— یَوْمَىِٕذٍ یَّتَذَكَّرُ الْاِنْسَانُ وَاَنّٰی لَهُ الذِّكْرٰی ۟ؕ

او په دغه ورځ به دوزخ په داسې حال کې راوستل شي چې اويا زره کړۍ به لري، له هرې کړۍ سره به اويا زره پرېښتې وي چې کشکوي به يې، په دغه ورځ به انسان ته هغه څه ور ياد شي چې د الله په حق کې يې کومه کوتاهي کړې ده، خو په هغه ورځ به چېرې نصيحت هغه ته ګټه ورسوي، ځکه هغه ورځ د بدلې ده نه د عمل؟!. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 89

یَقُوْلُ یٰلَیْتَنِیْ قَدَّمْتُ لِحَیَاتِیْ ۟ۚ

او د سختې پښېمانتيا له امله به وايي: کاشکي مې د خپل اخروي حقيقي ژوند لپاره نېک اعمال لېږلي وای. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 89

فَیَوْمَىِٕذٍ لَّا یُعَذِّبُ عَذَابَهٗۤ اَحَدٌ ۟ۙ

په دغه ورځ به هيڅوک هم د الله د عذاب غوندې عذاب نه ورکوي، ځکه د الله عذاب ډېر سخت او تلپاتې دی info
التفاسير:

external-link copy
26 : 89

وَّلَا یُوْثِقُ وَثَاقَهٗۤ اَحَدٌ ۟ؕ

او نه به هيڅوک په زولونو کې داسې تړل کوي لکه د هغه لخوا هلته د کافرانو تړل. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 89

یٰۤاَیَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَىِٕنَّةُ ۟ۗۙ

د مؤمن نفس ته به د مرګ پر مهال او د قيامت په ورځ ويل کيږي: اې ايمان او نېک عمل ته ډاډه نفسه!. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 89

ارْجِعِیْۤ اِلٰی رَبِّكِ رَاضِیَةً مَّرْضِیَّةً ۟ۚ

خپل پالونکي ته دې په داسې حال کې وروګرځه چې د لويې بدلې په تر لاسه کولو سره ته له هغه خوښ وې، او د هغه په وړاندې خوشحاله کړل شوی وې د هغه نېک عمل په وجه چې کړی دې و. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 89

فَادْخُلِیْ فِیْ عِبٰدِیْ ۟ۙ

بيا زما د نېکو بندګانو په ډله کې ور ننوځه. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 89

وَادْخُلِیْ جَنَّتِیْ ۟۠

او له هغوی سره يوځای زما هغه جنت ته ننوځه چې هغوی لره مې چمتو کړی دی. info
التفاسير:
Benefits of the verses in this page:
• عتق الرقاب، وإطعام المحتاجين في وقت الشدة، والإيمان بالله، والتواصي بالصبر والرحمة: من أسباب دخول الجنة.
د مرېيانو آزادول، د سختۍ په وخت کې بې وزلو ته خواړه ورکول، پر الله ايمان راوړل، يوبل ته د زغم او مهربانۍ وصيت کول: جنت ته د ننوتلو له لاملونو څخه دي. info

• من دلائل النبوة إخباره أن مكة ستكون حلالًا له ساعة من نهار.
د نبوت له دلائلو څخه پردې خبره خبر ورکول دي چې مکه به د هغه لپاره د ورځې د يو ساعت لپاره حلاله وي. info

• لما ضيق الله طرق الرق وسع طرق العتق، فجعل الإعتاق من القربات والكفارات.
کله چې الله د غلامۍ لارې تنګې کړې نو د آزادۍ لارې يې پراخه کړې، دا چې د غلامانو آزادول يې کفارې او د ثواب کارونه وګرځول. info