Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran

تکویر

Purposes of the Surah:
كمال القرآن في تذكير الأنفس باختلال الكون عند البعث.
د قرآن بشپړتيا نفسونو ته د بېرته را ژوندي کېدو پر مهال د نړۍ د ګډوډېدو ورپه يادولو کې. info

external-link copy
1 : 81

اِذَا الشَّمْسُ كُوِّرَتْ ۟

کله چې د لمر ټوکۍ غونډه کړل شي، او رڼا يې له منځه ولاړه شي. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 81

وَاِذَا النُّجُوْمُ انْكَدَرَتْ ۟

او کله چې ستوري را ولوېږي او رڼا يې له منځه ولاړه شي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 81

وَاِذَا الْجِبَالُ سُیِّرَتْ ۟

او کله چې غرونه له خپل ځايه وخوځول شي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 81

وَاِذَا الْعِشَارُ عُطِّلَتْ ۟

او کله چې هغه بلاربې اوښې چې څښتنان يې لېوالتيا پکې لري، هغوی په پرېښودلو سره همداسې هېرې کړي.
info
التفاسير:

external-link copy
5 : 81

وَاِذَا الْوُحُوْشُ حُشِرَتْ ۟

او کله چې وحشي ځناور له انسانانو سره په يوه میدان کې راغونډ کړل شي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 81

وَاِذَا الْبِحَارُ سُجِّرَتْ ۟

او کله چې دريابونه ولګول شي تردې چې اور وګرځي info
التفاسير:

external-link copy
7 : 81

وَاِذَا النُّفُوْسُ زُوِّجَتْ ۟

او کله چې نفسونه له خپلو ورته سره يوځای کړل شي، نو بې لارې له بې لارې سره يوځای کړی شي او ځان ساتونکی له ځان ساتونکي سره. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 81

وَاِذَا الْمَوْءٗدَةُ سُىِٕلَتْ ۟

او کله چې ژوندۍ خښه شوې ماشومه الله وپوښتي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 81

بِاَیِّ ذَنْۢبٍ قُتِلَتْ ۟ۚ

پر کومه ګناه وژل شوې يې چاچې وژلې يې؟!. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 81

وَاِذَا الصُّحُفُ نُشِرَتْ ۟

او کله چې د بندګانو عملنامې پرانېستل شي؛ تر څو يې هر يو خپل د کړنو پاڼه ولولي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 81

وَاِذَا السَّمَآءُ كُشِطَتْ ۟

او کله چې آسمان داسې و اېستل شي لکه له پسه څخه چې پوستکی اېستل کيږي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 81

وَاِذَا الْجَحِیْمُ سُعِّرَتْ ۟

او کله چې اور بل کړل شي. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 81

وَاِذَا الْجَنَّةُ اُزْلِفَتْ ۟

او کله چې ځان ساتونکو ته جنت را نېږدې کړی شي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 81

عَلِمَتْ نَفْسٌ مَّاۤ اَحْضَرَتْ ۟ؕ

هغه مهال به دغه څه تر لاسه شي چې هرڅوک به پر هغه څه پوه شي چې د دغې ورځې لپاره يې څه اعمال وړاندې کړي دي. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 81

فَلَاۤ اُقْسِمُ بِالْخُنَّسِ ۟ۙ

الله پر هغو ستورو لوړه وکړه چې په شپه کې تر خپل روښانه کېدو مخکې پټ وي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 81

الْجَوَارِ الْكُنَّسِ ۟ۙ

په خپلو فلکونو کې روانو ستورو چې د سهار په ښکاره کېدو سره داسې پټيږي لکه هوسۍ چې خپل غار يعني کور ته ننوځي. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 81

وَالَّیْلِ اِذَا عَسْعَسَ ۟ۙ

او الله د شپې پر لومړۍ برخه لوړه وکړه کله چې مخه کړي او د شپې پر وروستۍ برخه کله چې شا کړي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 81

وَالصُّبْحِ اِذَا تَنَفَّسَ ۟ۙ

او پر سهار يې لوړه وکړه کله يې چې رڼا ښکاره شي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 81

اِنَّهٗ لَقَوْلُ رَسُوْلٍ كَرِیْمٍ ۟ۙ

پرته له شکه پر محمد صلی الله عليه وسلم نازل کړل شوی قرآن هرومرو د الله وينا ده چې امانتداره پرېښتې رسولې ده چې هغه جبرئيل عليه السلام دی، الله هغه امين ګرځولی دی. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 81

ذِیْ قُوَّةٍ عِنْدَ ذِی الْعَرْشِ مَكِیْنٍ ۟ۙ

د ځواک څښتن، د عرش د پالونکي الله پاک پر وړاندې د لويې مرتبې والا دی. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 81

مُّطَاعٍ ثَمَّ اَمِیْنٍ ۟ؕ

د آسمان خلک يې پيروي کوي، د وحي په رسولو کې پرې باور شوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 81

وَمَا صَاحِبُكُمْ بِمَجْنُوْنٍ ۟ۚ

او محمد صلی الله عليه وسلم چې ستاسو سره تل وي تاسو يې عقل، امانت او رېښتينولي پېژنئ لېونی نه دی لکه څنګه چې تاسو د تور لګولو دعوی کوئ. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 81

وَلَقَدْ رَاٰهُ بِالْاُفُقِ الْمُبِیْنِ ۟ۚ

او ستاسو ملګري (محمد صلی الله عليه وسلم) هغه جبرئيل پر خپل اصلي حالت کې چې الله پر کوم حالت پيداکړی دی د څرګند آسمان په څوکو کې ليدلی دی. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 81

وَمَا هُوَ عَلَی الْغَیْبِ بِضَنِیْنٍ ۟ۚ

او ستاسو ملګری پر تاسو بخيل نه دی، چې د هغه څه په رسولو کې بخيلي وکړي چې د رسولو امر يې ورته شوی دی، او نه مزدوري اخلي لکه څنګه چې غيب ويونکي مزدوري اخلي. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 81

وَمَا هُوَ بِقَوْلِ شَیْطٰنٍ رَّجِیْمٍ ۟ۙ

او دغه قرآن د الله له رحمت څخه د رټل شوي شيطان خبره نه ده. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 81

فَاَیْنَ تَذْهَبُوْنَ ۟ؕ

نو وروسته له دغو حجتونو څخه بيا تاسو د نټې لپاره چې هغه د الله له لوري دی پر کومه لاره ځئ؟!. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 81

اِنْ هُوَ اِلَّا ذِكْرٌ لِّلْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ

قرآن خو يوازې پند او نصيحت دی د پېريانو او انسانانو لپاره. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 81

لِمَنْ شَآءَ مِنْكُمْ اَنْ یَّسْتَقِیْمَ ۟ؕ

له تاسو څخه د هغه چا لپاره چې غواړي د حق پر لار نېغ ولاړ شي. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 81

وَمَا تَشَآءُوْنَ اِلَّاۤ اَنْ یَّشَآءَ اللّٰهُ رَبُّ الْعٰلَمِیْنَ ۟۠

او ستاسو پر غوښتنو څه نه کيږي کوم چې استقامت او نور څه غواړئ مګر داچې الله دغه وغواړي، چې د ټولو مخلوقاتو پالونکی دی. info
التفاسير:
Benefits of the verses in this page:
• حَشْر المرء مع من يماثله في الخير أو الشرّ.
د هر انسان په خير او شر کې له ورته انسان سره را پاڅېدل. info

• إذا كانت الموءُودة تُسأل فما بالك بالوائد؟ وهذا دليل على عظم الموقف.
کله چې له ژوندۍ خښې شوې ماشومې څخه پوښتنه کيږي؛ نو د خښوونکي حال به يې څه وي؟ دا د دريځ(د الله پر وړاندې د ودریدلو) پر لوی والي دليل دی. info

• مشيئة العبد تابعة لمشيئة الله.
د بنده خوښه د الله د خوښې تابع وي. info