Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran

external-link copy
7 : 61

وَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ الْكَذِبَ وَهُوَ یُدْعٰۤی اِلَی الْاِسْلَامِ ؕ— وَاللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ ۟ۚ

او له هغه سخت ظالم هيڅوک نشته چې پر الله درواغ تړي، داسې چې هغه لره يې داسې سيالان ګرځولي چې له هغه پرته يې عبادت کوي، او هغه يوازې د الله د يووالي دين اسلام ته را بلل کيږي، او الله هغه قوم ته چې د شرک او ګناهونو له امله يې پر ځانونو ظلم کړی، هغوی ته د لارښوونې او سمې لارې توفيق نه ورکوي. info
التفاسير:
Benefits of the verses in this page:
• تبشير الرسالات السابقة بنبينا صلى الله عليه وسلم دلالة على صدق نبوته.
زموږ د نبي صلی الله عليه وسلم په اړه د مخکېنيو رسالتونو زيری ورکول د هغه د نبوت پر رېښتينولۍ دلالت کوي. info

• التمكين للدين سُنَّة إلهية.
د دين برلاسي کول يوه الهي تګلاره ده. info

• الإيمان والجهاد في سبيل الله من أسباب دخول الجنة.
ايمان او د الله په لار کې جهاد جنت ته د ننوتلو له لاملونو څخه دي. info

• قد يعجل الله جزاء المؤمن في الدنيا، وقد يدخره له في الآخرة لكنه لا يُضَيِّعه - سبحانه -.
کله الله مؤمنانو ته په دنيا کې په بدله ورکولو سره بيړه کوي، او کله يې بيا اځرته ته زېرمه کوي خو ضايع کوي يې نه. info