Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran

external-link copy
28 : 53

وَمَا لَهُمْ بِهٖ مِنْ عِلْمٍ ؕ— اِنْ یَّتَّبِعُوْنَ اِلَّا الظَّنَّ ۚ— وَاِنَّ الظَّنَّ لَا یُغْنِیْ مِنَ الْحَقِّ شَیْـًٔا ۟ۚ

او هغوی لره پرې د ښځينه نومونو په اېښودلو کې کومه داسې پوهه هم نشته چې استناد پرې وکړي، په دغه کې يوازې د اټکل او وهم پيروي کوي، او پرته له شکه ګومان د حق پر وړاندې هيڅ ګټه نه شي رسولای ترڅو يې ځای ناستی شي. info
التفاسير:
Benefits of the verses in this page:
• انقسام الذنوب إلى كبائر وصغائر.
د ګناهونو لويو او کوچنيو ته وېش. info

• خطورة التقوُّل على الله بغير علم.
پرته له پوهې پر الله د درواغ تړلو خطر. info

• النهي عن تزكية النفس.
له ځان پاک بيانولو څخه منع. info