Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran

external-link copy
24 : 47

اَفَلَا یَتَدَبَّرُوْنَ الْقُرْاٰنَ اَمْ عَلٰی قُلُوْبٍ اَقْفَالُهَا ۟

ولې دغو له قرآنه مخ اړوونکو غور نه دی کړی او په هغو کې يې فکر نه دی کړی؟! که چېرې يې غور پکې کړی وای، نو هرې ښېګڼې ته به يې د هغوی لارښوونه کړې وای، او له هر شره به يې لرې کړي وای، يا د دغو خلکو پر زړونو داسې تالې دي چې تړل يې ور محکم کړي دي، چې هيڅ پند نه ورته رسيږي، او هيڅ نصيحت ګټه نه ورته رسوي؟! info
التفاسير:
Benefits of the verses in this page:
• التكليف بالجهاد في سبيل الله يميّز المنافقين من صفّ المؤمنين.
د الله په لار کې پر جهاد مکلفول منافقان د مؤمنانو له کتاره بېلوي. info

• أهمية تدبر كتاب الله، وخطر الإعراض عنه.
د الله په کتاب کې د غور کولو اهميت، او له هغه څخه د مخ اړولو خطر. info

• الإفساد في الأرض وقطع الأرحام من أسباب قلة التوفيق والبعد عن رحمة الله.
په ځمکه کې ورانکاري کول او د خپلويو پرېکول د توفيق کموالی او د الله له لورېينې لرې والی دی. info