Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran

external-link copy
21 : 47

طَاعَةٌ وَّقَوْلٌ مَّعْرُوْفٌ ۫— فَاِذَا عَزَمَ الْاَمْرُ ۫— فَلَوْ صَدَقُوا اللّٰهَ لَكَانَ خَیْرًا لَّهُمْ ۟ۚ

دا چې هغوی د الله پيروي وکړي، او داسې ښه وينا وکړي چې هيڅ ناروا پکې نه وي دا به هغوی لره غوره وي، خو کله چې جهاد فرض شو او چاره سخته شوه، که چېرې هغوی پر الله ايمان راوړلو او د هغه په پيروۍ کې رېښتيني و دا به هغوی لره له نفاق او د الله له امرونو څخه د سرغړونې نه غوره وای. info
التفاسير:
Benefits of the verses in this page:
• التكليف بالجهاد في سبيل الله يميّز المنافقين من صفّ المؤمنين.
د الله په لار کې پر جهاد مکلفول منافقان د مؤمنانو له کتاره بېلوي. info

• أهمية تدبر كتاب الله، وخطر الإعراض عنه.
د الله په کتاب کې د غور کولو اهميت، او له هغه څخه د مخ اړولو خطر. info

• الإفساد في الأرض وقطع الأرحام من أسباب قلة التوفيق والبعد عن رحمة الله.
په ځمکه کې ورانکاري کول او د خپلويو پرېکول د توفيق کموالی او د الله له لورېينې لرې والی دی. info