Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran

external-link copy
30 : 46

قَالُوْا یٰقَوْمَنَاۤ اِنَّا سَمِعْنَا كِتٰبًا اُنْزِلَ مِنْ بَعْدِ مُوْسٰی مُصَدِّقًا لِّمَا بَیْنَ یَدَیْهِ یَهْدِیْۤ اِلَی الْحَقِّ وَاِلٰی طَرِیْقٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟

هغوی يې خپل قوم ته وويل: ای زموږ قومه! پرته له شکه موږ داسې کتاب واورېدلو چې له موسی وروسته الله نازل کړی دی د الله له لوري د پخوانيو نازل کړل شويو کتابونو تصديقوونکی دی، دغه کتاب چې موږ واورېدلو حق ته لارښوونه کوي، او نېغه لار ښيي، او هغه د اسلام لاره ده. info
التفاسير:
Benefits of the verses in this page:
• من حسن الأدب الاستماع إلى المتكلم والإنصات له.
د ادب له ښکلا دا هم دي چې ويناوال ته غوږ ونيول شي او ورته چوپ شي. info

• سرعة استجابة المهتدين من الجنّ إلى الحق رسالة ترغيب إلى الإنس.
لارموندونکو پېريانو له خوا حق په بيړه منل د انسانانو د هڅولو لپاره يو پيغام دی. info

• الاستجابة إلى الحق تقتضي المسارعة في الدعوة إليه.
د حق منل د دې غوښتنه کوي چې هغو ته په بلنه کې له بيړې کار واخېستل شي. info

• الصبر خلق الأنبياء عليهم السلام.
صبر د انبياو عليهم السلام له خويونو څخه دی. info