Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran

external-link copy
32 : 43

اَهُمْ یَقْسِمُوْنَ رَحْمَتَ رَبِّكَ ؕ— نَحْنُ قَسَمْنَا بَیْنَهُمْ مَّعِیْشَتَهُمْ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَرَفَعْنَا بَعْضَهُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجٰتٍ لِّیَتَّخِذَ بَعْضُهُمْ بَعْضًا سُخْرِیًّا ؕ— وَرَحْمَتُ رَبِّكَ خَیْرٌ مِّمَّا یَجْمَعُوْنَ ۟

ای رسوله! آیا هغوی ستا د پالونکي لورېينه وېشي، چې چاته هغوی وغواړي ورکوي يې او چاته وغواړي ترې منع کوي يې يا الله دا کار کوي؟ موږ د هغوی ترمنځ په دنيا کې يې روزۍ وېشلي دي، او له هغوی مو ځينې شتمن او بې وزله ګرځولي دي، ترڅو ځينې د ځينو لپاره تابع شي، او ستا د پالونکي لورېينه په آخرت کې ترهغه څه غوره ده چې دغه خلک کوم د ختمېدونکې دنيا له مال را ټولوي. info
التفاسير:
Benefits of the verses in this page:
• التقليد من أسباب ضلال الأمم السابقة.
د پخوانو امتونو د ګمراهۍ د اسبابو د جملې څخه یو سبب تقلید دی. info

• البراءة من الكفر والكافرين لازمة.
له کفر او کافرانو بېزاري لازمي ده. info

• تقسيم الأرزاق خاضع لحكمة الله.
د روزيو وېش د الله د حکمت له مخې دی. info

• حقارة الدنيا عند الله، فلو كانت تزن عنده جناح بعوضة ما سقى منها كافرًا شربة ماء.
د الله په وړاندې د دنيا سپکوالی، که چېرې يې د هغه په وړاندې د غوماشي د وزر په مقدار ارزښت لرلای، نو کافر ته به يې له هغې يوغړپ هم نه وای ورڅښلای. info